ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د میروس نیکه پوهنتون د مطالعې فرهنګ عامولو په موخه کتابتونونه جوړ کړي

کندهار کې د میروس نیکه پوهنتون د مطالعې فرهنګ عامولو په موخه کتابتونونه جوړ کړي

author avatar
12 Mar 2022 - 15:03
کندهار کې د میروس نیکه پوهنتون د مطالعې فرهنګ عامولو په موخه کتابتونونه جوړ کړي
author avatar
12 Mar 2022 - 15:03

کندهار (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۰): په کندهار کې د میرویس نیکه په نوم یوه خصوصي پوهنتون د مطالعې فرهنګ عامولو په موخه نوښت کړی او د ښار په روغتونونو، بانکونو، مارکېټونو، تمځایونو او نورو عامه ځایونو کې یې کوچني کتابتونونه جوړ کړي دي.

په یادو کتابتونونو کې لسګونه بېلابېل کتابونه د مطالعې په موخه اېښودل شوي چې خلک د انتظار پر مهال خپل وخت د دغو کتابونو په مطالعه تېروي.

د میرویس نیکه پوهنتون د عمومي کتابتون مسوول صدیق الله افغان پژواک خبري اژانس ته وویل، د ښار په عامه ځایونو کې یې د کتابتونونو جوړولو لړۍ په خلکو کې د مطالعې فرهنګ عامولو په موخه پيل کړې ده.

هغه زیاته کړه، تر دې مهاله یې ۱۰ دا ډول کتابتونونه جوړ کړي او دا لړۍ روانه ده.

دی وايي، ټاکل شوې ده د کندهار ښار په ۲۳۰ پارکونو، هوټلونو، روغتونونو، بانکونو، سوپر مارکېټونو او نورو عامه ځایونو کې ۲۳۰ کتابتونونه جوړ کړي څو خلک د انتظار پر مهال مطالعه وکړي.

د ده په خبره، په دغو کتابتونونو کې دیني، ادبي، تاریخي، روغتیايي او نور کتابونه مطالعې ته اېښودل شوي څو خلک له خپل ذوق سره سم ګټه ورڅخه واخلي.

هغه زیاته کړه، که د کتابتونونو جوړولو دا کار ګټور تمام شو نو د کندهار تر څنګ به د نژدې ولایتونو په عامه ځایونو کې هم ورته کتابتونونه جوړ کړي.

د دغه پوهنتون د عامه اړیکو او خپرونو مسوول عبدالقادر تکین پژواک اژانس ته وویل: ((موږ په روغتونونو کې روغتیايي او په نورو ساحو کې ادبي، تاریخي او نور کتابونه مطالعې ته اېښي دي، په اوس وخت کې نر او ښځې دواړه مطالعې ته اړتیا لري او موږ ته دغه ارزښت ته په پام دا ګام اخیستی دی.))

د کندهار ښار اوسېدونکي او په ځانګړې توګه ځوانان د دغه ګام هرکلی کوي او وايي دا ډول لارې چارې خلک هڅوي چې مطالعه وکړي او له فرصتونو مثبته ګټه واخلي.

د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې اوسېدونکي جاوېد احمد پژواک اژانس ته وویل، خلک روغتونونو، بېلابېلو ادارو او نورو ځایونو ته د تلو پر مهال منتظر پاتې کېږي چې پر مهال یې کتاب لوستل غوره بوختیا ده.

دی غوښتنه کوي چې اړونده اداره دې دغو کتابتونونو جوړلو ته دوام ورکړي او تر څنګ یې د هغو ساتنې او پالنې ته هم پام وکړي.

په کندهار ښار کې د یوه خصوصي روغتون نرس محمد قاهر وايي، روغتونونو ته له ناروغانو سره

پایوازان هم راځي چې هغوی ډېر مهال انتظار پاتې کېږي، هغوی کولای شي له دغو کتابونو ګټه واخلي څو معلومات یې ډېر شي.

د میرویس نیکه پوهنتون مسوولین ډاډ ورکوي چې وخت په وخت به له جوړو شوو کتابتونونو ليدنه کوي او له اړتیا سره سم به د کتابونو شمېر ډېروي.

Views: 72

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.