ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د جوجیتسو سیالۍ ترسره شوې

کابل کې د جوجیتسو سیالۍ ترسره شوې

author avatar
13 Mar 2022 - 16:54
کابل کې د جوجیتسو سیالۍ ترسره شوې
author avatar
13 Mar 2022 - 16:54

کابل (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۰): په کابل کې د ١١ ولایتونو ترمنځ د جوجیتسو سیالۍ ترسره شوې، بلخوا بيا د ٢٨٩ لوبغاړو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ پيل شوې.

د یادو سیاليو پر مهال جوجیتسو فدراسیون سکرتر جنرال ډاکټر حارث پژواک ته وویل چې د کابل په ګډون د ١١ ولايتونو د ٨٢ لوبغاړو ترمنځ د جوجيتسو سيالۍ د يوې ورځې لپاره نن ترسره شوې.

ده وويل چې د دغو سياليو اساسي موخه د جوجيتسو ملي لوبډلې لپاره د ځوانو استعدادونو پيدا کول دي.

دغه راز د جوجیتسو ملي لوبډلې روزونکي سید جواد حسیني پژواک ته وویل چې په دغو سیالیو کې له فاریاب، غور، غزني، دایکنډي، هرات، خوست، میدان وردګو، لوګر، پکتیا او کابل ولایتونو څخه لوبغاړو برخه اخیستې وه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.