کابل (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۰): په کابل کې د ١١ ولایتونو ترمنځ د جوجیتسو سیالۍ ترسره شوې، بلخوا بيا د ٢٨٩ لوبغاړو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ پيل شوې.
د یادو سیاليو پر مهال جوجیتسو فدراسیون سکرتر جنرال ډاکټر حارث پژواک ته وویل چې د کابل په ګډون د ١١ ولايتونو د ٨٢ لوبغاړو ترمنځ د جوجيتسو سيالۍ د يوې ورځې لپاره نن ترسره شوې.
ده وويل چې د دغو سياليو اساسي موخه د جوجيتسو ملي لوبډلې لپاره د ځوانو استعدادونو پيدا کول دي.
دغه راز د جوجیتسو ملي لوبډلې روزونکي سید جواد حسیني پژواک ته وویل چې په دغو سیالیو کې له فاریاب، غور، غزني، دایکنډي، هرات، خوست، میدان وردګو، لوګر، پکتیا او کابل ولایتونو څخه لوبغاړو برخه اخیستې وه.
دی وایي: ((د جوجیتسو ملي لوبډلې ډېرى لوبغاړي له هېواده بهر تللي نو موږ غواړو چې له سره ملي لوبډله جوړه کړو.))
دغه راز د يو بل خبر له مخې، په کابل کې د ٢٨٩ لوبغاړو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ پيل شوې.
د افغانستان د سوک وهنې فدراسیون د خپرونو مسوول ویس الدین غوثي پژواک ته وویل چې په ١٣ کټګوريو کې د ٢٨٩ لوبغاړو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ پيل شوې.
د نوموړي په وينا، په دې سياليو کې د کابل له ټولو کلپونو څخه لوبغاړو ګډون کړى او موخه يې د کابل لپاره د يوې غوره لوبډلې ټاکل دي.
ټاکل شوې ې د سوک وهنې دغه سيالۍ اووه ورځې دوام وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.











