ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې د شوروي پاتې یوازېني سرتېري پر اوکراین د پوتین برید وغانده

په افغانستان کې د شوروي پاتې یوازېني سرتېري پر اوکراین د پوتین برید وغانده

author avatar
13 Mar 2022 - 17:39
په افغانستان کې د شوروي پاتې یوازېني سرتېري پر اوکراین د پوتین برید وغانده
author avatar
13 Mar 2022 - 17:39

هرات ښار (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۰): په افغانستان کې د شوروي اتحاد ځواکونو یوازېنی پاتې سرتېری له اوکراین سره د روسانو جګړې نا ارامه کړی او وایي چې پوتین د اوکراین د خلکو په وژلو او بېځایه کولو سره بیا هم بریالی کېدای نه شي.

پژواک خبري اژانس هغه کس ته ورځي چې کابو څلور لسیزې وړاندې د افغانستان د نیولو په موخه د شوروي اتحاد له لښکرو سره یو ځای هېواد ته راغلی و، په داسې حال کې چې هغه وخت له ډېرې وینې تویېدو وروسته یې د افغانستان نیولو نقشه پر اوبو لاهو شوه او دا یوازېنی روسی سرتېری دی چې ۴۳ کاله مخکې د مجاهدینو له خوا ونیول شو او تر اوسه ژوندی دی.

یاد روسی سرتېری د څلورو لسیزو وروسته اوس د افغانستان تبعه دی، له هغه وخته تر اوسه روسیې ته نه دی تللی او خپل ماموریت یې په هغه هېواد کې نابشپړ پرېښود، ده له یوې افغانې مېرمنې سره واده کړی او  په هرات ولایت کې ژوند کوي.

نوموړی په ۱۳۵۷ کال کې پر افغانستان د شوروي اتحاد له نظامي یرغل څه موده وروسته ټپي شو او د هغه وخت د مجاهدینو له خوا له مرګه وژغورل شو.

د یاد سرتېري اصلي نوم «حکیموف» دی او اوسمهال په هرات کې د شیخ عبدالله په نوم پېژندل کېږي.

شیخ عبدالله اوسمهال د افغانانو په څېر کالي اغوندي، اوږده ږیره یې پرېیښې، د ږیرې یې سپین سور رنګ او ګونځې مخ په داسې حال کې چې هيڅ نه احساسېږي چې ګویا دی یو روسی دی، په مسکا یې پژواک خبري اژانس ته وویل: «په سر کې د مرمۍ د لګېدو او له څلورو لسیزو څخه را پدېخوا په افغانستان کې د ژوند کولو له امله مې روسي ژبه تقریباً هېره کړې ده.»

شیخ عبدالله د افغانستان له جګړو بدې خاطرې لري خو ټينګار کوي چې د جکړې پر مهال یې څو ځلې د سر په برخه کې ضربه لیدلې او هيڅکله یې هڅه نه ده کړې څو له خپلې کورنۍ او روسانو سره اړیکه ونیسي.

دغه روسی سرتېری اوس د هرات ښار د باغ ملت په سیمه کې د «جهاد منظر» چې په هغه کې د روسانو د وخت جنګي وسایل او تاریخي اثار ساتلي، ساتنه کوي.

د جهاد موزیم په افغانستان کې د مجاهدینو د جګړو یاد ګار دی  چې په دوو پوړونو کې جوړ شوی دی.

د جهاد په دغه موزیم کې بېلابېل جنګي وسایل، د جهادي قوماندانانو انځورونه، د مجاهدینو د رزمي فعالیتونو اړوند مدارک او اسنادونه د لیدلو لپاره اېښودل شوي دي.

په یاد موزیم کې د بېلابېلو هېوادونو لکه د روسیې، امریکا، چین، ایټالیا، انګليستان او ایران جوړې شوې وسلې ساتل کېږي.

شیخ عبدالله غواړي څو ژوندی دی په هرات کې د جهاد منظر ساتنه وکړي.

حکیموف وایي، پلار یې د مسکو مسیحي دی او مور یې د اوکراین یهودۍ ده.

هغه د دغه مطلب په بیانولو سره چې اتلس کلن و چې د افغانستان د جګړې لپاره یې داوطلبانه نوملیکنه وکړه، زیاته کړه: «له جګړې سره مې ډېره مینه وه (ار، پي جي) یو راکټ مې پر اوږه لاره، زما اصلي دنده استخباراتي فعالیت و خو په جکړو کې مې هم برخه اخیسته.»

شیخ عبدالله چې اوس د افغانستان تابعت لري، وایي له هماغه وخته تر اوسه د خپل دویم هېواد (افغانستان) د پرېښودو په فکر کې نه و او نه دی.

عبدالله وایي: «خوښ یم چې د هرات باغ ملت د جهاد په موزیم کې دنده لرم.»

یاد سرتېري دوه ځلې په افغانستان کې واده کړی، د هغه لومړۍ مېرمن د لنګون پر مهال مړه شوې، د دې مېرمنې لور چې خپله مور یې هيڅ نه ده لیدلې، هغه اوس ځوانه شوې ده.

دغه سرتېری د ویلو لپاره ډېر څه لري، خو وایي چې حافظه یې ډېره کمزورې شوې او ډېر شیان یې په اسانۍ سره نه یادیږي.

عبدالله هم مهاله پر اوکراین د پوتین برید غندي.

که څه هم هغه پر اوکراین د روسیې برید یوه تېروتنه بولي، ټينګار کوي چې  پوتین به د اوکراین د خلکو د وژلو او بېځایه کولو سره بیا هم په دې جکړه کې ناکام شي.

یاد سرتېری زیاتوي، د یوه مسلمان په توګه د اوکراین  پر اوسني جنګ ځورېږي.

نوموړي زیاته کړه: «د اوکراین موضوع باید د خبرو له لارې هواره شوې وای، اړتیا نه وه چې پر یوه هېواد دې برید وشي، میلیونونه کورنۍ بېځایه او بېوزلې شي، د پوتین دغه کار یوه لویه تېروتنه ده او یوه ورځ به حتماً ماته خوري.»

نوموړی ټینګار کوي روسیې باید په افغانستان کې د مخکني شوروي له ماتې نه درس اخیستی وای او هيڅکله یې باید پر اوکراین برید نه وای کړی.

شیخ عبدالله وویل: «زما په نظر، هر هېواد او هر دولت چې تجاوز کوي، تېروتنه کوي.»

له روسانو سره د مجاهدینو د لس کلنې جګړې په ترڅ کې شاوخوا ۱۵زره روسي عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته خو افغانستان له دغه هېواده د روسانو د ایستلو په خاطر ډېره قرباني ورکړه، څه باندې یو میلیون خلک ووژل شول او په میلیونونو کډوال شول.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.