فیروزکوه (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۰): د غلام سخي سخا په نوم غوري ځوان چې د ماشومتوب دوره یې په یتیم خانه کې تېره کړې، د ډېرو سختیو له ګاللو وروسته توانېدلی چې لوړو مدارجو ته ورسېږي، ماشومانو او ځوانانو ته یې تعلیمي او تحصیلي بنسټونه جوړ کړي، له ځوانانو غواړي چې تحصیل وکړي او د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.
غلام سخي سخا ۳۲ کلن دی، هغه د غور ولایت د مرکز فیروزکوه ښار د «تغه تیمور» سیمې اوسېدونکی دی؛ د ده په خبره، هغه سیمه چې د ژوند سختې ورځې یې په کې تېرې کړې دي.
سخا په ماشومتوب کې خپل لوی ملاتړی له لاسه ورکړ؛ په داخلي جګړه کې د پلار له لوی نعمته بې برخې شو، خو ډېر وخت لا نه و تېر چې د مور له مهربانۍ هم محروم شو.
غلام سخي وايي، شاوخوا یو کال یې له خپل تره سره ژوند کړی، اته کاله یې د مور له پلار سره تېر کړي او لومړنۍ زده کړې یې هم هلته ترسره کړې دي.
نوموړی وايي: ((هغه مهال چې زه مې له خپل مورني نیکه سره وم، قرانکریم مې زده کړ، هغه مهربان او زړه سواندی کس و، خو دې هیله بښونکو ورځو او غنیمت دوام ونه کړ، د مور پلار مې مړ شو او زما ترخې ورځې بېرته پیل شوې.))
هغه، د نیکه له مړینې وروسته بېرته مجبور شو چې د تره کور ته لاړ شي او هلته سختې ورځې تېرې کړي؛ ځکه د تره اقتصادي وضعیت یې ښه نه و، مجبور و چې په هماغه ماشومتوب کې درانه کارونه ترسره کړي.
خو هغه د درنو کارونو ترڅنګ ښوونځي ته هم ته او زده کړې یې کولې، د ژوند له ټولو ستونزو سره سره یې له زده کړو او علم څخه لاس وانه خیست.
غلام سخي وايي، د ښوونځي د اتم ټولګي زده کوونکی و چې د یتیمانو لپاره د «دارالایتام» په نوم اداره جوړه شوې وه، دی پرې خبر شو او څو میاشتې یې په دې اداره کې د جذب لپاره سرګردانه تېرې کړې، هيچا یې غوښتنلیک ته توجه ونه کړه، خو له ډېرو هڅو سره سره یې وکولای شول په دغه دارالایتام او سلطان علاءالدین لېسه کې شامل شي.
هغه د خپلو هڅو او له زده کړو سره د مینې له امله عمومي اول نومره شو؛ پر ښوونکو ډېر ګران و.
نوموړي یتیم به د پنجشنبې او جمعې په ورځو کار کاوه چې د کتابچې، قلم او نورو وسایلو لپاره پیسې پیدا کړي.
د سخا سترګې د خپل تریخ ژوند کیسې په یادولو له اوښکو ډکې شوې، زیاته یې کړه: ((مور مې هیله درلوده چې زده کړې وکړم، هغې به ویل، د پرمختګ او غوره ژوند یوازېنۍ لار دا ده چې ته زده کړې وکړې، ما هم د مور د دې هیلې پوره کولو لپاره خپلې هڅې وکړې.))
د سخا په خبره، یتیم توب او بېوزلۍ دومره درداوه چې یوه ورځ یې له ځان سره ژمنه وکړه چې د شرایطو په برابرېدو سره به یتیمو او بېوزلو ماشومانو ته بنسټیز کارونه ترسره کړي او د هغوی لپاره به روښانه راتلونکې جوړه کړي.
هغه له ښوونځي تر فراغت وروسته د کانکور په ازموینه کې د لوړو نومرو به ترلاسه کولو سره د خپلې خوښې پوهنځي (بلخ پوهنتون انجنیري) ته بریالی شو، خو له دې ټولو هڅو او د خوښې وړ پوهنځي ته په بریالي کېدو سربېره یې اقتصادي ستونزې پر ځای پاتې وې او دغه کار سخت ځوراوه.
سخا د تحصیل پر مهال د ډېرو ستونزو په ګاللو سره بالاخره په ۱۳۹۳ کال کې د کادر په درجه خپل ډيپلوم ترلاسه کړ او تحصیلي دوره یې پای ته ورسوله.
غلام سخي چې هغه مهال په لوړو نومرو له بلخ پوهنتون څخه فارغ شوی و، د خپلې کړې ژمنې پوره کولو اقدام وکړ او په لومړي قدم کې یې په فیروزکوه ښار کې د ځوانانو لپاره د غوره زده کړو په موخه د «الحق» په نوم ښوونیز مرکز جوړ کړ.
نوموړي زیاته کړه: ((موږ په دغه ښوونیز مرکز کې بېلابېلو مضمونونه، د هلکانو او نجونو لپاره کانکور ته د چمتووالي زده کړې ورکوو، له نېکه مرغه هر کال زیات شمېر نجونې او هلکان له همدغه مرکزه د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو طب او انجنیري پوهنځیو ته لار پیدا کوي، دا زموږ لپاره د ویاړ ځای دی.))
غلام سخي د پام وړ فعالیتونو او لاسته راوړنو په لیدو سره پنځه کاله مخکې د نیمه لوړو زده کړو انسټیټیوټ جوړېدو اقدام وکړ او د «مهارت» په نوم انسټیټیوټ یې جوړ کړ.
هغه وویل: ((په دغه انسټیټیوټ کې موږ د ادارې او تجارت، کمپيوټر ساینس، بانکدارۍ او انګلسي ژبې شاګردان جذبوو او توانېدلي یو چې څو دوه دورې فارغین ولرو.))
هغه شاوخوا دوه کاله مخکې فیروزکوه ښار کې د «نخبګان فیروزکوه» په نوم خصوصي ښوونځی جوړ کړ چې همدا اوس ډېری نجونې او هلکان په کې زده کړې کوي.
نوموړی د لوړه زده کړو له وخته بیا تر اوسه ارام نه دی ناست او هڅه یې وکړه چې د ریاضیاتو په برخه کې څو کتابونه ولیکي، یو شمېر دغه کتابونه چاپ او ځيني نور یې د چاپېدو په حال کې دي.
هغه د ښوونیزو فعالیتونو ترڅنګ دغه راز اړمنو کسانو ته د مرستو ټولولو لپاره هم هڅې کړې دي.
هغه هیله لري چې وکولای شي خپل علمي کتابونه په اغېزناک ډول نورو، په ځانګړې توګه د هېواد ځوان نسل ته ولېږدوي او د دغه نسل لپاره ښه پرمختګ او روښانه برخلیک جوړ کړي.
سخا وايي، هیله لري چې د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې لوړې زده کړې وکړي، څو وکولای شي د ریاضیاتو په برخه کې ګټور اثار ولیکي.
هغه په پای کې له ځوانانو غواړي چې له ترلاسه شوي فرصته مثبته ګټه پورته کړي، درس ووايي، تحصیل وکړي او د افغانستان په ابادۍ کې ونډه واخلي.
یو شمېر کورنۍ چې ماشومان یې د «نخبه ګان فیروزکوه» ښوونځي کې زده کړې کوي، د زده کړو او ماشومانو د روزنې په برخه کې د سخا هڅې ستايي.
یوې کورنۍ چې زوی یې په یاد ښوونځي کې د درېیم ټولګي زده کوونکی دی، پژواک ته وویل: ((موږ د درس له هغه مېتود څخه چې استاد سخا ښوونځي کې شاګردانو ته انتخاب کړی، مننه کوو؛ ځکه پر ماشومانو ډېر کوښښ کوي، څو درس ووايي، ښه او مسلکي استادان یې هم جذب کړي دي.))
بلخوا د سخا یو ملګری او خپلوان میراحمد وايي: ((استاد سخا مهربان او هڅاند ځوان دی، تل هڅه کوي چې کولای شي د دغه ولایت ماشومانو او ځوانانو ته خدمت وکړي، د ښوونځي تر څنګ ښوونیز کورسونه او د کانکور د تیارۍ صنفونه او دغه راز سیالۍ جوړې کړې او جوړوي یې، هغه وايي چې د نوموړي هڅې واقعا د ټولنې د پرمختګ لپاره دي.))
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP