ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مبارز: په تخار کې د موسسو نه همکارۍ له امله د بېکارۍ ګراف لوړ شوی

مبارز: په تخار کې د موسسو نه همکارۍ له امله د بېکارۍ ګراف لوړ شوی

author avatar
18 Mar 2022 - 15:23
مبارز: په تخار کې د موسسو نه همکارۍ له امله د بېکارۍ ګراف لوړ شوی
author avatar
18 Mar 2022 - 15:23

تالقان (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۰): د تخار د کار او ټولنیزو چارو ادارې مسوولین وايي چې د همکارو موسسو د فعالیت نشتوالی په دغه ولایت کې د بېکارۍ او فقر د ګراف لوړېدو لوی لامل دی.

د تخار د کار او ټولنیزو چارو رییس ملا سیف الله مبارز پژواک خبري اژانس ته وویل چې سیمه ییزه اداره په دې هڅه کې څو بېوزلو او اوزګارو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

خو هغه ادعا کوي چې همکاري موسسې د نامعلومو دلایلو له مخې خپل فعالیتونه نه پیلوي او د بېکارۍ په اړه د خلکو د اندېښنې لرې کولو په برخه کې له دې ادارې سره همکاري نه لري او دغه څه د دې لامل شوي څو په تخار کې د بېکارۍ کچه لوړه شي او خلک له دې برخې شکایت ولري.

ملا مبارز دغه راز زیاتوي چې د دغه ولایت خلک په بد اقتصادي وضعیت کې دي او د ورځې په لسګونه عریضي ورځي څو کومک ورسره وشي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.