منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۹ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

مبارز: په تخار کې د موسسو نه همکارۍ له امله د بېکارۍ ګراف لوړ شوی

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۴۰ کتنې

تالقان (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۰): د تخار د کار او ټولنیزو چارو ادارې مسوولین وايي چې د همکارو موسسو د فعالیت نشتوالی په دغه ولایت کې د بېکارۍ او فقر د ګراف لوړېدو لوی لامل دی.

د تخار د کار او ټولنیزو چارو رییس ملا سیف الله مبارز پژواک خبري اژانس ته وویل چې سیمه ییزه اداره په دې هڅه کې څو بېوزلو او اوزګارو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

خو هغه ادعا کوي چې همکاري موسسې د نامعلومو دلایلو له مخې خپل فعالیتونه نه پیلوي او د بېکارۍ په اړه د خلکو د اندېښنې لرې کولو په برخه کې له دې ادارې سره همکاري نه لري او دغه څه د دې لامل شوي څو په تخار کې د بېکارۍ کچه لوړه شي او خلک له دې برخې شکایت ولري.

ملا مبارز دغه راز زیاتوي چې د دغه ولایت خلک په بد اقتصادي وضعیت کې دي او د ورځې په لسګونه عریضي ورځي څو کومک ورسره وشي.

مبارز له همکارو موسسو غواړي چې په دغه ولایت کې خپل فعالیتونه له کومې اندېښنې پرته پیل کړي څو د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي.

سره له دغو ټولو اندېښنو د ورسج ولسوالۍ اوسېدونکی میروس د تالقانو په کوڅو کې په کار پسې سرګردانه ګرځي.

هغه پژواک ته وویل، ډېرې ورځې کېږي چې په کار پسې ګرځي خو تر اوسه نه دی توانېدلی ځان ته کار پیدا کړي.

هغه وايي: ((په تېر یوه کال کې د یوې ګولې حلالې ډوډۍ پیدا کولو په موخه درې ځلې ایران ته قاچاقي ولاړم، خو د دغه هېواد د پوله ساتو له خوا بېرته راواړول شوم.))

بلخوا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان (UNHCR) استازي نوید پژواک ته وویل، که څه هم په تخار کې د دغې او نورو موسسو فعالیتونه بېرته پیل شوي خو هڅې روانې دي څو دغه فعالیتونه پراخ شي او خلکو اقتصادي ستونزو ته به هم رسېدنه وشي.

دا په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د کار نشتوالی د خلکو لپاره په لویه ننګونه بدل شوی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه