[restrict paid="true"]
نیلی (پژواک، ۲۶ حوت ۱۴۰۰): په دایکنډي کې تر څلور زره ډېرو ماشومانو ته ۶۰ درسي، تفریحي او حرفوي ټولګي جوړ شوي دي.
په دایکنډي کې د «خوندیتوب پر لور حرکت» موسسې (MPO)ولایتي دفتر چې د ماشومانو د حقونو د ملاتړ برخه کې فعالیت لري، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ له صندوق (UNICEF) سره په همکارۍ ۶۰ ټولګي «د ماشومانو دوستانه محلونه» (CFS) جوړ کړي دي.
په دایکنډي کې د یادې موسسې ولایتي مسوول منتظر شرافت شینواري د دغو مرکزونو د جوړېدو موخه د ماشومانو رواني ارامتیا، له تاوتریخوالي مخنیوی او سواد زده کړه وبلل.
هغه وویل: ((په دې ۶۰ مرکزونو کې د دایکنډي ولایت د ۱۰ ولسوالیو په کچه تر ۴۲۰۰ ډېر ماشومان تر پوښښ لاندې راغلي دي.))
د ده په خبره، د دغو مرکزونو د جوړېدو پنځه میاشتې کېږي، په دې وخت کې د دایکنډي د اوسېدونکو له هرکلي سره مخ شوي دي، له همدې امله د موسسې مرکزي دفتر تصمیم لري چې په راتلونکي کال کې په دغه ولایت کې څو نور مرکزونه هم جوړ کړي.
شرافت وویل: ((هغه ماشومان چې د دغو دوستانه محلونو تر ملاتړ لاندې راغلي، د ورځې په جریان کې د دري او انګليسي حروفو پر زده کولو سربېره ورته ورزشي او د لوبو وسایل هم په واک کې ورکول کېږي.))
له دې ټولو مواردو سره، هغه ښوونکي چې دغو ماشومانو ته تدریس کوي په رضاکارانه ډول فعالیت کوي، خو د دې موسسې مسوولین وايي چې د دوی د پروژو تطبیق په ټولو پورې اړه لري، د فعال ساتلو لپاره یې باید خلک هم ونډه واخلي.
په ورته وخت کې نیلي ولسوالۍ کې د دغه مرکزونو ښوونکي قدرت الله رضايي وايي چې تر اوسه ۱۲۰ شاګردان لري، چې نجونې او هلکان دواړه په کې شامل دي.
هغه زیاتوي چې تر اوسه توانېدلي چې د ماشومانو استعداد لوړ کړي، بلخوا دغه مرکز د ماشومانو پر فکر هم کار کوي چې مهربان وي او تاوتریخوالی ونه کړي.
نوموړی له خپل کاره راضي دی او وايي: ((زما لپاره معاش مهم نه دی، بلکې د خلکو لپاره خدمت راته مهم دی.))
د نیلي ولسوالۍ «کهنه دِه» کلي کې نهه کلنه فاطمه وايي، پنځه میاشتې کېږي چې دغه مرکز ته راځي، په دې موده کې یې لیکل او ولوستل زده کړي دي.
هغې زیاته کړه: ((پر درس سربېره هره ورځ له خپلو دوستانو سره د لوبو او ورزش په وسایلو له خوښۍ ډکې شېبې تېروي.))
په دې سره ماشومان او پلرونه یې د دغه مرکزونو موجودیت کافي نه بولي او د ډېرېدو غوښتنه یې کوي.
د فاطمې پلار داوود اکبري وویل: ((د اقتصادي ستونزو له امله د دوی په سیمه کې ډېری ماشومان وږي دي، خلک تمه لري چې د دغه ډول مرکزونو پر جوړېدو سربېره په اقتصادي برخو کې هم د دوی ملاتړ وشي.))
د خوندیتوب پر لور د حرکت موسسې له ۲۰۰۷ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت پیل کړی، له دوو کلونو راهیسې په دایکنډي کې هم فعالیت کوي.
په دایکنډي کې د دې موسسې مسوولین وايي، د ماشومانو د دوستانه مرکزونو پر جوړولو سربېره یې په روان کال کې ۱۵۰تنکیو ځوانو نجونو او هلکانو ته حرفه يي زده کړې ورکړې چې «موټرسایکل او موټر ترمیم، خیاطي او ... .» په کې شامل دي.
د دایکنډي له تاسیس راهیسې پر یونیسف (UNICEF) سربېره د خوندیتوب پر لور د حرکت موسسه (MPO) دویم خصوصي بنسټ دی چې په دغه ولایت کې د ماشومانو د حقونو په برخه کې فعالیت کوي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP