ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي راډیو ټلوېزیون له لوګو د ملي بیرغ رنګ لرې کېدو غبرګونونه پارولي

د ملي راډیو ټلوېزیون له لوګو د ملي بیرغ رنګ لرې کېدو غبرګونونه پارولي

author avatar
20 Mar 2022 - 13:56
د ملي راډیو ټلوېزیون له لوګو د ملي بیرغ رنګ لرې کېدو غبرګونونه پارولي
author avatar
20 Mar 2022 - 13:56

کابل (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۰): د اسلامي امارت د مشرتابه له حکم سره سم، د ملي راډيو تلويزيون اړوند خواله رسنيو له نښان (لوګو) څخه د ملي بيرغ رنګ لرې کړی او پر ځاى سپين رنګ ورته غوره شوى چې د خلکو سخت غبرګونونه يې پارولي دي.

د اسلامي امارت د مشرتابه مقام له لوري د ١٣٤٣ کال د اتمې مياشتې په درېيمه نېټه رياست الوزرا مقام ته يو مکتوب استول شوى دى.

په دغه مکتوب کې ليکل شوي، د ملي په نوم کوم مونوګرام چې د ټولنيزو رسنيو د رسمي پاڼو لپاره کارول کېږي، له درېيو رنګونو جوړ دى؛ د دغه مونوګرام رنګ يو داسې رنګ ته تبديل کړئ چې له اعتراضه خلاص وي.

همدارنګه په مکتوب کې ليکل شوي، د ځينو خپرونو په بګرونډ کې موزيک غږول کېږي چې بايد ژر تر ژره بند او پر ځاى یې ترانې وغږول شي.

د مکتوب په وروستۍ برخه کې ويل شوي چې د خبرونو او نورو خپرونو ډېرى وړاندې کوونکي غربي لباس کاروي او په اينده کې افغاني لباس دود او لازم کړئ.

د دغه مکتوب د صادرېدو له نېټې ١٢ ورځې وروسته «تېره شپه» د ملي راډيو ټلويزيون د رسمي پاڼو له نښان (لوګو) څخه د ملي بېرغ درې رنګه لرې شوي او پر ځاى سپين رنګ ورته غوره شوى چې د خلکو سخت غبرګونونه يې پارولي دي.

په دې اړه د ملي راډیو ټلويزیون پخواني ريیس محمد اسماعیل میاخېل پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «طالبانو له افغانستانه د ارزښتونو هدېره جوړه کړې، نن یې د ملي راډیو ټلوېزیون له پاڼو درې رنګه بېرغ لرې کړ، سبا به یې له کرکېټ بورډ نه پاک کړي، په دغو کړنو سره طالبان خپله ځان تخریبوي.»

دغه راز د ننګرهار پخواني والي ضیاوالحق امرخېل پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي: «حکومتونه بايد لومړيتوبونه وټاکي؛ ټولې هغه کړنې چې له امله يې ملي وحدت زيانمنيږي او ولس پرې له حکومت سره فاصلې پيدا کوي، بايد ترې ډډه وشي، په حقيقت کې ملي بيرغ کومې ډلې، سمت او يا هم قوم پورې محدود نه دی، بلکې د ټولو افغانانو تاريخي ميراث دی او پر ټولو يې پالنه او ساتنه لازمي ده.»

لیکوال او ژورنالېست داوود جنبش هم پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي: «مخالفانو ته یې د خوارۍ اړتیا نشته، دوی هره ورځ پخپله په ړندو کړنو زرګونه مخالفت ته پورې کوي «جنګ دې ورک شي، رنګ دې یې ورک شي» خو که یاران یې په بیه رانيسي، سړی څه کولای شي.»

ليکوال او ژورنالېست محمد اسماعیل یون هم پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي: «د ترخو تجربو تریخ تکرار، کله چې د یو نظام له ړنګېدنې وروسته بل نظام قایم شي، پښې یې لا ټینګې شوې نه وي چې پر داسې تېروتنو پیل وکړي چې تېرې له خلکو هېرې کړي، داسې افراط او تفریط واکمن کړي چې خلک پر زاړه کفنکش شکر وکاږي.»

ده لیکلي چې هره ورځ پر ولس د یو نوي محدودیت او سانسور لګول ورو ورو نوی حکومت د خپل تېر حکومت د تجربو تکرار ته نږدې کوي .

ده لیکلي: «اوس نو په دې خاطر چې درې رنګه ملي بیرغ ته یوه پلمه پیدا کړي، د ملي ټلوېزیون لوګو یې هم پسې بدله کړله، دا سره له دې چې دومره غټ او ستر کار نه دی، خو د دې بدلانه تر شا پرته مفکوره او انګېزه ملي هویت او ملي ارزښتونو ته له ګواښه پرته بله معنی نه لري. حقیقت خو دا دی چې ملي ټلوېزیون نه پخوا ملي و او نه اوس ملي دی.»

په ټولنیزو پاڼو کې یو شمېر نورو کسانو د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون د پاڼو د انفالو کولو هشتګونه چلولي او له خلکو يې غوښتي چې دغه پاڼه انفالو کړي.

خو بي بي سي د ملي راډیو ټلوېزيون د ريیس احمد وثیق له قوله لیکلي: «دا معمول دی - هره رسنۍ، شرکتونه او تعليمي موسسې د وخت په تېرېدو سره خپل برانډ بدلوي. ملي راډيو ټلوېزيون هم له نژدې څو مياشتو راهيسې د ټول ټلوېزيون په برانډينګ کار کاوه چې بالاخره فاینل او نوی شو.»

ده ویلي چې یوازې د لوګو رنګونه نه «بلکې د ټلوېزيون د ډېرو برنامو برانډ» هم نوی شوی.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه له احمدالله وثيق سره خبرې وکړي خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.