[restrict paid=”true”]
ترینکوټ (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۱): د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د ۱۴۵۰ متره استنادي دېوال جوړېدو کار پیل شو چې په بشپړېدو به یې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه له ویجاړېدو خوندي شي.
دغه استنادي دېوال د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په لګښت د افغان پرمختیايي موسسې (ADA) په تخنیکي مرسته د یادې ولسوالۍ په قلعه راغ سیمه کې جوړېږي.
د اروزګان مرستیال والي مزمل د دې پروژې پيل د سیمې اوسېدونکو لپاره یوه لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل، له دغه ګام سره به یې ځمکې د سېلابونو د اوبو له تخریبه خوندي شي.
ده زیاته کړه، ولایتي اداره هڅه کوي د مرستندویه ادارو په مرسته د ولایت په نورو برخو کې هم ورته پروژې پیل کړي څو خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي.
په اروزګان کې د افغان پرمختیايي موسسې مسوول نصرالله پژواک ته وویل، د استنادي دېوال جوړولو چارې به تر راتلونکو شپږو میاشتو بشپړې شي.
دی وايي، پر دې پروژې ۱۷۵زره امریکايي ډالر لګښت راځي چې د خوړو نړیوال سازمان له خوا ورکول کېږي.
د ده په خبره، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې د سېلابونو له خطره خوندي شي.
د سیمې اوسېدونکي خوښ دي چې د دوی له غوښتنې سره سم استنادي دېوال جوړېږي او لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابرېږي.
د قعله راغ یوه اوسېدونکي سید محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، په سیمه کې تېر شوي سیند او موسمي سېلابونو هر کال د خلکو زرګونه کرنیزې ځمکې ویجاړولې.
دی وایي، د دغه استنادي دېوال له جوړېدو سره به دا ستونزه حل شي او ځمکې به یې له ویجاړېدو خوندي پاتې شي.
د یادونې ده، د خوړو نړیوال سازمان د یادې پروژې ترڅنګ د کانالونو او ویالو پاکولو په یوه بله پروژه کې سلګونو کسانو ته د کار په بدل کې د پيسو ورکړې زمینه هم برابره کړې ده.
[/restrict]
Views: 91
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن