ښرنه ( پژواک، ۴ وری ۱۴۰۱): د پکتيکا ولايت عامې روغتيا مسوولان وايي، د روغتيا نړيوال سازمان” WHO” له خوا د دغه ولايت مرکز(ښرنې) له ملکي روغتون سره د ” PCR” معاينې ماشين چې ۱۵۰زره امريکايي ډالر ارزښت لري، مرسته وکړه.
د دغه ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر عصمت الله حکمت پژواک خبري آژانس ته وويل چې د دغه ماشين په لرلو – چې ۱۵۰زره امريکايي ډالر بيه لري- نور اړتيا نشته چې ناروغان د ازموينې لپاره بل ولايت ته لاړ شي.
ده زياته کړه: ” د هغو معايناتو لپاره چې پخوا به د دې ولايت اوسيدونکي نورو ولايتونو ته تلل، اوس ورته په خپل ولايت کې دا اسانتيا برابره شوه.”
نوموړي وويل، نور به په ښرنه کې د کرونا، تور زيړي، سپين زېړي، د وينې کموالي او نورو برخو معاينات ترسره کېږي.
هغه زياته چې له PCR ماشين څخه په عدلي برخو کې هم استفاده کېدای شي.
Views: 46
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن