Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل (پژواک،۶ وری ۱۴۰۱): کابل کې لسګونو مېرمنو او نجونو د یوه لاریون پر مهال، په داسې حال کې ښوونځیو ته له شپږم ټولګي پورته نجونو د تلو غوښتنه کوله چې ملګري ملتونه هم وایي، د نجونو پر تعلیم بندیز د افغانستان لپاره نه جبرانېدونکی زیان لري.

ټاکل شوې وه چې د نجونو ښوونځي به له میاشتیو رخصتیو وروسته د وري په درېمه ټول هېواد کې پېل شي، خو د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې د نجونو منځني ښوونځي او لېسې به تر امر ثاني بند وي.

د پوهنې وزارت په اطلاعیه کې راغلي، کله چې د نجونو د جامو ډیزاین له اسلامي او افغاني کلتور سره سم جوړ شو، هغه مهال به د حکومت د حکم پر اساس د نجونو ښوونځي پرانیستل شي.

د پوهنې وزارت د پرېکړې په غبرګون نن( وري ۶مه) لسګونو مېرمنو او زده کونکو د دغه وزارت مخې ته اعتراضي لاریون وکړ.

د اووم ټولګي زده کوونکې او د لاریون ګډونوالې ناجیې وویل، د نظام له بدلون وروسته ښوونځي د نجونو پرمخ وتړل شول او ټولې نجونې له درسونو پاتې شوي دي.

هغې له حکومته وغوښتل چې د نجونو د تعلیم مخه ونه نیسي او د ښوونځيو او لېسو دروازې دې ورته پرانیزي.

د کابل ښار د یوه دولتي ښوونځي ښونکې مقدسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو پر تړل کېدو نیوکه وکړه او د بیا پرانیستلو غوښتنه یې وکړه.

نوموړې د اسلامي امارت دا پرېکړه نا منصفانه وبلله وویل، ترڅو چې د نجونو ښوونځي نه وي پرانیستل شوي خپلو لاریونونو ته به دوام ورکوي.

هغې وویل، د نجونو جامې او تعلیمي نصاب هېڅ ستونزه نه لري، ښونځيو کې اسلامي مضامین تدرسیږي او زده کوونکې په اسلامي کالیو او پړوني کې راځي.

هغې له حکومته وغوښتل چې نجونو ته هم د هلکانو په څېر ښونځيو ته د تګ اجازه ورکړي.

په همدې حال کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبورا لاینز تېره ورځ  په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر له مشر سهیل شاهین سره لیدلي دي.

یوناما په یوه ټوېټ کې لیکلي چې مېرمن لاینز شاهین ته ویلي: ” د نجونو د تعلیم د مخنیوي پرېکړه افغانستان ته به نه جبرانېدونکي زیانونه واړوي.”

د پوهنې وزارت ویلي، پر یوې طرحې کار شوی چي له مخې به یې نجونې وکولای شي د اسلامي حجاب په رعایتولو او ښځينه ښوونکو په لرلو سره خپلو درسونوته ادامه ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.