کابل (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۱): د افغانستان بانک وایي، سبا (د وري ۹مه) شاوخوا ۱۲ میلیونه ډالر د داوطلبۍ په ترڅ کې د یوې ازادې او رڼې پروسې له لارې پلوري.
د افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له سوداګریزو بانکونو، صرافانو او پولي خدمتونو برخې اړوند پر شرایطو برابرو شرکتونو څخه غوښتي چې د یاد مقدار ډالرو د پلور په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
د سرچینې د څرګندونو پر اساس، د لیلام ګټونکي اړ دي چې خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.
د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د لیلام ګټونکي به د خپل ذمت اندازه پيسې یو ځل په نغدي ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP