میدان ښار (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۱): د میدان وردګو ولایت مسوولین وايي چې د دغه ولايت په دايمیرداد ولسوالۍ کې پر يوه کور له غره ډبره رالوېدلې چې له امله يې درې کسان مړه او دوه ټپيان شوي دي.
سرچينه وايي چې يوه مېرمن اوس هم تر خاورو لاندې ده چې د راايستلو هڅې يې روانې دي.
د دایميرداد ولسوال مولوي دين محمد حقاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا پنځه بجې په چنګه کلي کې د محمدنعیم پر کور له غره څخه يوه لويه ډبره رالوېدلې چې خپله محمد نعيم او مېرمن يې ټپیان شوي او يوه نګور او دوه لمسيان يې مړه دي.
ده وويل چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو په وينا يې چې روغتيايي وضعيت يې د اندېښنې وړ دی.
ولسوال زياته کړه چې يوه مېرمن تر خاورو لاندې ده چې د راايستلو لپاره يې هڅې روانې دي.
بلخوا د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست وايي چې دوی ته له پېښې څخه دوه ټپيان وروړل شوي.
د دغه ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر محمدزرک ځيرک پژواک ته وويل چې د دوی روغتيايي ټيم د پېښې له ځای دوه ټپيان روغتون ته وروړي او تر درملنې لاندې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن