Language

د کوکنارو پر کر د بندیز فرمان صادر شو

کابل (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۱): د نوي فرمان له مخې، په ټول افغانستان کې د کوکنارو کښت او د هر ډول نشه یي توکو کارول، لېږد، پېر او پلور بند شول.

د اسلامي امارت د مشرتابه په فرمان کې- چې نن خپور شو- هېوادوالو ته خبر ورکړل شوی چې د دغه فرمان د صدور له نېټې وروسته د کوکنارو کر په ټول هېواد کې په مطلق ډول بند دی او هيڅوک دې له دې وروسته پر خپلو ځمکو د دغه ناوړه بوټي د کرلو هڅه نه کوي.

سرچینه زیاتوي که څوک سرغړونه وکړي، کښت یې له منځه یووړل شي او له سرغړوونکي سره به د اسلامي شریعت له مخې چلند کېږي.

په فرمان کې راغلي: «همدارنګه په ټول هېواد کي د نشه یي توکو د ټولو ډولونو، لکه شراب، هیرويین، شیشه، ټابلیټ کا، چرس او نورو نشه کوونکو موادو استعمال، انتقال، پېر او پلور، سوداګري، واردات او صادرات او د نشه یي توکو د تولید کارخانې په جدي توګه منعه دي.»

login or register a new account.