ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ميدان وردګو خلک د خوراکي توکو د بيو له لوړېدو شکايت کوي

د ميدان وردګو خلک د خوراکي توکو د بيو له لوړېدو شکايت کوي

author avatar
5 Apr 2022 - 12:44
د ميدان وردګو خلک د خوراکي توکو د بيو له لوړېدو شکايت کوي
author avatar
5 Apr 2022 - 12:44

ميدان ښار (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۱): د ميدان  وردګو ولایت د مرکز ميدان ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د روژې په راتلو سره د خوراکي توکو بيې لوړې شوې دي.

د دغه ولایت د ښاروالۍ مسوولین بيا وايي چې دوی د بیو د کنټرول لپاره هڅې کوي، خو په وينا يې، نرخونه هره ورځ تغيير کوي او دې چارې دوی اړ کړي چې يوازې لنډمهالې نرخ نامې وټاکي.

د میدان ښار یوه اوسېدونکي احمدجان پژواک ته وويل چې د روژې په رارسېدو سره د خوراکي توکو بيې لوړې شوې او خلک يې د پېرلو وس نه لري.

هغه زياته کړه چې له روژې مخکې يې کور ته يوه ۴۹ کیلويي بوجۍ اوړه په ۲۱۷۰ افغانۍ پېرل، خو اوس يې بيه ۲۳۰۰ ته لوړه شوې ده.

هغه دغه راز وويل چې هغه وخت د ۱۶ لېتره پیپ غوړیو بیه ۲۶۰۰ افغانۍ وه، خو اوس ۲۷۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې حکومت بايد د توکو بيې کنټرول کړي او د بازار لپاره دې نرخونه وټاکي.

ده وويل چې د خلکو اقتصادي وضعيت په عمومي ډول خراب دی، نو د شيانو اخیستو وس نه لري.

خو د ميدان ښار په بازار کې د حاجي قاسم په نوم يوه هټۍوال پژواک ته وويل چې دولت بايد له ګمرکونو او لويو سوداګرو سره د بيو د کنټرول په اړه خبرې وکړي؛ ځکه د ده په وينا د بازار وضعيت تر ډېره په دوی پورې تړلی دی.

قاسم وويل: "دولت دې د بازارونو د کنټرول پر ځای تجاران کنټرول کړي، خبرې دې ورسره وکړي."

ده زياته کړه چې که له لویو سوداګرو سره خبره مطرح نه شي او هغوی کنټرول نه شي، نو په هټيو کې د بيو کنټرول ګټه نه لري.

په دغه ښار کې د عزيزالله په نوم يو قصاب وویل چې د روژې په راتلو سره د غوښې بيه هم لوړه شوې ده.

ده وويل چې له روژې مخکې يې د خوسي يوه کيلو غوښه په ۳۸۰ افغانيو پلورله، خو اوس يې بيه ۴۵۰ ته لوړه شوې ده.

د پسه يوه کيلو غوښه له روژې مخکې په ۵۰۰ افغانۍ وه، خو اوس په ۵۶۰ شوې ده.

نوموړی وايي چې د غوښې د بيې لوړېدو يو دليل دا دی چې په روژه کې خلک د نورو ورځو په پرتله ډېره غوښه مصرفوي؛ له همدې امله په سيمه کې د غوښو حيوانات کمېږي.

بلخوا د دغه ولايت ښاروال مولوي عبدالغفور حیدر پژواک ته وويل: "په بازارونو کې د شيانو بيې هره ورځ تغيير کوي، نو موږ هم نه شو کولای چې د کنټرول لپاره دايمي نرخ نامې وټاکو."

ده وويل چې دوی يوازې د يوې يا دوو ورځو لپاره نرخونه ټاکي چې په وينا يې دا کار بيا د بازار د کنټرول لپاره خاصه کټه نه لري.

ده زياته کړه: "موږ بيا هم هڅه کوو چې د نرخونو د کنټرول لپاره لار ولټوو؛ ځکه دلته د خلکو اقتصادي وضعيت خراب دی."

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.