کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۱): امنيتي ځواکونو د کابل ښار څلورمې حوزې اړوند د پروان سه په سيمه کې دوه وسله وال د يوه هټۍوال د قتل او غلا په تور نيولي دي.
د کابل امنيې قوماندانۍ د څلورمې امنيتي حوزې مشر مولوي حضرت خالد وايي چې تېره شپه شاوخوا اته نیمې بجې دوو وسله والو غلو د پروان سه په سيمه کې د حاجي احمدضيا په نوم يو هټۍوال وژلى دى.
دی زياتوي: ((په سيمه کې زموږ ګزمه موجوده وه، ګزمه رارسېدلې وه او مسلح غله يې له تومانچې، موبايلونو او شهيد سره نيولي او حوزې ته یې راوستي دي.))
په دې اړه د کابل امنيې قوماندانۍ يوه ويډيو هم خپره کړې ده.
په ياده ويډيو کې د عبدالوهاب په نوم تورن کس وايي: ((تېره شپه پروان سه سيمې ته د غلا لپاره ورغلي وو، ټيلېفون مو ورنه واخيست؛ کس له موږ سره برخورد وکړ، له موږ څخه ډزې وشوې او قتل شو.))
په ياده ويډيو کې د احمد نويد په نوم بل تورن کس وايي: ((موږ تېره شپه د پروان سه په سيمه کې يوه دوکان ته د غلا لپاره تللي وو، غوښتل مو موبایل او پيسې ورنه واخلو، دوکاندار له موږ سره جنجال وکړ، زه يې په چاقو ووهلم، موږ هم کس وواژه، غوښتل مو چې وتښتو، د څلورمې حوزې کسانو ونيولو.))
Views: 76
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن