کابل (پژواک ۱۸ وری ۱۴۰۱): د ریاست الوزراء لومړي مرستيال بهرنيو چارو وزارت ته دنده وسپارله چې د کابل هوايي ډګر د چارو تنظيم او قرارداد اخیستلو لپاره د قطر بهرنيو چارو وزارت ته ټاکلی وخت ورکړي او بهرنيو پانګه والو ته د ويزو په اړه لازم اقدامات وکړي.
د ریاست الوزراء لومړي معاونيت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاستالوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون بهرنیو چارو وزارت ته دنده وسپارله څو د کابل هوايي ډګر د چارو د تنظیم او قرارداد اخیستو په موخه د قطر بهرنیو چارو وزارت ته ټاکلی وخت ورکړي.
په خواله رسنيو کې يوه ويډيو لاس په لاس کېږي چې په کې لیدل کېږي چې د کابل نړيوال هوايي ډګر کې د قطر امنيتي ځواکونه تمرين کوي.
خو د حکومت ویاند دا موضوع ردوي او وايي: "زه د کابل هوايي ډګر کې د قطري ځواکونو مېشتېدنه ردوم او خپره شوې ويډيو هم نه تاییدوم، ځکه نه پوهېږم چې د څه وخت ده. د ټول افغانستان او له دې جملې د کابل هوايي ډګر امنيت په اسلامي امارت پورې تړاو لري، اړتیا نشته چې د هيڅ هېواد ځواکونه د امنيت ساتنې لپاره دلته راشي."
د ریاست الوزراء لومړي معاونيت په خبرپاڼه کې راغلي زياته شوې چې یاد کمېسیون همدارنګه افغانستان ته د بهرنیو پانګه والو د راتلو پر مهال د عاجلې ویزې د ورکړې او په کابل هوايي ډګر کې ورته د اسانتیاوو برابرولو په موخه بهرنیو چارو، کورنیو چارو، سوداګرۍ او صنعت وزارتونو او استخباراتو لوی ریاست ته دنده وسپارله، څو د یادو خدماتو د وړاندې کولو لپاره یو ځانګړی ګډ ډېسک رامنځته کړي.
سرچينه کاږي، د اقتصادي کمېسیون په یاده نوبتي غونډه کې تر مفصلو بحثونو وروسته د سوداګرۍ او صنعت وزارت په رهبرۍ یوه پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې په افغانستان کې د غنمو او اوړو د کمېدو او له امله یې د لوړو قېمتونو د کنټرول په موخه، روسیې ته سفر وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP