کابل (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۱): د تېرو ۷ ورځو په پرتله نن په کابل ښار کې د نفتي توکو بیې ټیټې خو د پاکستانۍ وریجو، غوړیو، قزاقي اوړو او بورې بیې بیا لوړې شوې دي.
د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرې شنبې په نسبت نن د یو لېتر پټرولو بیه له ۷۴ نه ۶۶ افغانیو او د یو لېتر ډېزلو بیه له ۷۴ نه ۷۲ افغانیو ته لوېدلې ده.
دغه راز د کابل په کلوله پشته سیمه کې ګاز پلورونکي محمد شریف وویل چې د تېرو ۷ ورځو په پرتله نن د یو کیلوګرام ګاز بیه له ۶۸ نه ۶۶ افغانیو ته راټیټه شوې ده.
د ځینو خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.
په کابل ښار کې د خوراکي توکو اتحادیې رییس زمري صافۍ وویل چې د تېرو ۷ ورځو په پرتله نن په عمده ډول د ۲۴،۵ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه له ۲۴۵۰ نه ۲۵۰۰ افغانیو، د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړیو بیه له ۲۷۰۰ نه ۲۸۵۰ افغانیو، د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۲۳۵۰ نه ۲۴۵۰ افغانیو او د ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بورې بیه له ۲۷۵۰ څخه ۲۸۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
هغه وویل چې د یادو توکو بیې د روسیې او اوکراین جګړې له امله په ټوله نړۍ کې لوړې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه چې نن هم لکه تېره شنبې، په عمده ډول یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.
د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د دغو توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي وویل چې نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۵۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۲۸۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي ۲۹۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د سرو زرو په بیو کې بدلو نه دی راغلی.
د کابل ښار مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو یوه پلورونکي محمد جاوېد وویل چې نن هم لکه تېره اووني د یو ګرام ٧٥٠عیار عربي سرو زرو بیه ۴۴۰۰ افغانۍ او یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سره زر په ۳۵۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د اسعارو بیې
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي حسین وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۸۸ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې ۴۸۰ افغانۍ کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د وري په ۱۳مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۸۷ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۸۰ افغانۍ بدلېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP