کابل (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۱): د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ یو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغه هېواد نه شي کولای ښځې او نجونې له پامه وغورځوي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېسارۍ (UNHCR) تېره چهارشنبې په یوه ټویټ کې ویلي، د افغانستان خلک له بې ساري بحران سره مخ دي، تر ټولو ډېر زیان ښځې او نجونې ویني.
دغه بنسټ ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو حقونه باید وساتل شي.
دغه سازمان ویلي: ((پر نورو عواملو سربېره وچکالي، اقتصادي بحران، د خوړو نه خوندیتوب، کووید ــ۱۹، ښځې او نجونې د تګ راتګ او زده کړو ته د لاسرسي په برخو کې له محدودیتونو سره مخ دي.))
د یاد بنسټ په خبره، افغانستان نه شي کولای ښځې او نجونې له پامه وغورځوي.
دغه بنسټ زیاته کړې چې په افغانستان کې اوس مهال ښځو او نجونو د انساني بحران سختۍ پر ځان منلې دي.
په ورته وخت کې افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر تېره ورځ کندهار ولایت کې د مرستیال والي او نورو سیمه ییزو چارواکو په موجودیت کې د نجونو یو مکتب پرانیستی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP