جلال اباد (پژواک، ۴ غويی ۱۴۰۱): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار په پوهنتون روغتون کې يوې مور له وخته وړاندې پنځه ماشومان زېږولي؛ خو ډاکټران وايي چې د مور او ماشومانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.
بلخوا د نويو زېږېدلو ماشومانو کورنۍ وايي چې د ماشومانو پالنې برخې ته هېڅ اندېښنه نه لري؛ ځکه چې اقتصادي وضعيت يې ښه دی.
د ننګرهار پوهنتون د تدريسي روغتون د ماشومانو څانګې مشر ډاکټر ناصر کامه وال وايي چې د مور او ماشومانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی او کومه جدي ستونزه نه ليدل کېږي.
کامه وال وايي، په هيواد کې تر سياسي بدلون وروسته د دغه روغتون امکانات زيات شوي او خلک کولای شي چې د ټولو برخو درملنه په وړيا ډول پکې وکړي.
د ياد روغتون يو ډاکټر مشعل کريمي وايي، که څه هم ماشومان تر وخت وړاندې زېږېدلي؛ خو د ټولو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی.
د نويو زېږېدلو ماشومانو د کورنۍ غړي که څه هم د نوم له خپرولو ډډه کوي؛ خو وايي چې د خپلو ماشومانو په پالنه کې کومه ستونزه او اندېښنه نه لري او له اقتصادي اړخه دا وړتیا لري چې خپل اولادونه وپالي.
دوی د ډاکټرانو له ښه چلنده هم خوښ دي او غوښتنه کوي چې خلک دې د خصوصي روغتونونو پرځای دولتي روغتونونو ته ورشي.
د يادولو ده، په دغو نویو زېږېدلو ماشومانو کې درې يې هلکان او دوه يې نجونې دي.
Views: 489
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن