ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانانو په واشنګټن کې د پاکستان هوایي بمبار غبرګون کې لاریون وکړ

افغانانو په واشنګټن کې د پاکستان هوایي بمبار غبرګون کې لاریون وکړ

author avatar
25 Apr 2022 - 01:39
افغانانو په واشنګټن کې د پاکستان هوایي بمبار غبرګون کې لاریون وکړ
author avatar
25 Apr 2022 - 01:39

[restrict paid=”true”]

اتلانتا (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۱): ګڼ شمېر افغانانو د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ مخې ته د پاکستان د هوایي بریدونو پر غبرګون کې لاریون وکړ.

د پاکستان جیټ الوتکو څو ورځې مخکې پر خوست او کونړ ولایتونو هوایي بریدونه وکړل چې په ترڅ کې یې د شلو ماشومانو په ګډون لسګونو  ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

دغه افغانان چې پرون د سپینې ماڼې مخې ته راټول شوي وو، د پاکستان بریدونه یې په کلکه وغندل، هغه یې د بشریت ضد کار وباله او نړیوالو قوانینو یې ستره سرغړونه وبلله.

دغه راز لاریون ګډونوالو یاد برید پر افغانستان ښکاره تېری وباله.

د لاریون یوه تنظیموونکي شریف الله شرافت وویل، د لاریون موخه دا ده چې نړیوال د پاکستان له ظلمونو خبر کړي.

هغه زیاته کړه چې پاکستان له تېرو څو کلونو راهیسې توغندویي بریدونه کول او اوس یې په ډېرې سپین سترګۍ هوایي بریدونه ترسره کړل.

د لاریون بل ګډونوال او د افغانستان د ځوانانو پخوانی مرستیال کمال سادات له پژواک سره په خبرو کې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې پر افغانستان د پاکستان تېری په سمه ډول وڅېړي او دا قضیه رسمي کړي.

هغه زیاته کړه، دا لومړی ځل نه دی، پاکستان له کلونو راهیسې په افغانستان کې لاسوهنې کوي، ملګري ملتونه او د بشري حقوقو نړیوال تنظیمونه باید د پاکستان د ظلمونو پوښتنه وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفیر د دغو هوایي بریدونو په غبرګون کې اظهار کړی و.

[/restrict]

Views: 87

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.