[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۶غویی ۱۴۰۱): د نسايي ولادي ناروغیو ډاکټران په ۱۴۰۰ کال کې د مختلفو عواملو له کبله د جنین د سقط (ضایع کولو) د سلګونو پېښو ثبتېدلو خبر ورکوي او وایي، په دې وروستیو کې ځیني والدین چې غواړي له هېواده ووځي، ډاکټرانو ته مراجعه او د خپل جنین د سقطولو غوښتنه ترې کوي.
په کابل کې د ملالۍ روغتون رییسې ډاکټر ملالۍ فیضي پژواک خبري اژانس ته وویل، په ۱۴۰۰ کال کې په یاد روغتون کې د جنین د سقط ۷۲۸ پېښې ثبت شوې دي.
نوموړې په داسې حال کې چې په مېندو کې د جنین د سقط پېښو د زیاتوالي خبره کوي، خو د دې پېښو په اړه یې د ۱۳۹۹ کال او سږ کال د یوې میاشتې کره معلومات وړاندې نه کړل.
هغې وویل: «هره ورځ په سقط څانګه کې له ۱۰ تر ۱۵ ناروغان لرو؛ ډېری یې په داسې حالت کې راځي چې شدیده خونریزي ولري او ځینې نورې روغتیایي ستونزې هم ورته پیدا شوې وي چې د خونریزۍ په نتیجه کې جنین ژوند له لاسه ورکړی وي او کرتاژ عمل ته خامخا اړتیا وي.»
د هغې په وینا، ارثي یا جنټیکي موضوع، مېکروبي او ځینې نورۍ ناروغۍ، د ځینو درملو کارول او یو شمېر نور عوامل د جنین د سقط لامل کېدای شي.
خو ډاکټر فیضي وویل، پر یادو ټولو ذکر شوو لاملونو سربېره، داسې ښځې هم شته چې په قصدي ډول غواړي خپل جنین سقط کړي.
هغې په دې اړه وویل: «داسې مېرمنې هم موږ ته راځي چې د خپل ماشوم د سقط کولو غوښتنه کوي؛ له طبي پلوه یو ډاکټر د دې حق نه لري چې یو ماشوم له منځه یوسي او د یوه انسان د ژوند حق واخلي، خو موږ ډاکټران هيڅکله دا کار نه کوو.»
هغې زیاته کړه: «موږ په ښه ډول ټولې میندې پوهوو چې دا کار درته روغتیايي ستونزې پيدا کوي. ورته وایو چې دا د دین خلاف عمل دی، قتل ګڼل کېږي او ګناه لري؛ ځینې مېرمنې زموږ خبرې مني»
نوموړې وویل، اقتصادي بېوزلي، د نجونو زیاتوالی، بې وخته امېدواره کېدل یعنې له شپږو میاشتو کم عمره ماشوم درلودل، هغه څه دي چې له امله یې کورنۍ په قصدي ډول د خپل جنین ضایع کولو ته مخه کوي.
خو سرچینه وايي، ځینې کورنۍ چې له هېواده بهر د سفر هوډ لري هم د جنین د ضایع کولو غوښتنه کوي.
هغې په قصدي ډول د جنین سقط ناسم او غیر اسلامي عمل وباله او ویې ویل: «له دې موضوع سره څو ځله مخ شوي یو چې خلک راځي او وایي، ماشوم مې سقط کوم، ځکه چې بهر ته ځم.»
هغې وویل: «هغه ناروغان چې د نامشروع اړیکو لرلو له امله حمل اخلي، ډېر کم دي؛ ځکه چې موږ ټول مسلمانان یو او په اسلامي هېواد کې ژوند کوو؛ ښايي په کال کې له یوه یا دوو داسې ناروغانو سره مخ شو؛ په دې برخه کې د تېر او سږکال کره ارقام نلرو.»
د فیضي په باور، د جنین د سقط مخنیوي لپاره باید له عواملو سره یې مبارزه وشي چې په مخنیوي کې یې د کورنیو د عامه پوهاوي د کچې لوړول ډېر رول درلودلای شي.
د هغې په خبره، د ولادت ترمنځ د واټن په رامنځ ته کولو، د امیدوارۍ پر مهال د ډاکټرانو د سپارښتنو مراعاتولو او له خپلسرو دروملو استمعاله په ځان ساتلو سره د سقط د ګڼو پېښو مخه نیول کیدای شي.
ډاکتر فیضي له دیني اړخه د جنین د له منځه تلو په اړه د کورنیو د عامه پوهاوي کچې لوړول اړین وبلل او د عامه پوهاوي پروګرامونو د ډېروالي غوښتنه یې وکړه.
په ورته مهال په شفاجو خصوصي روغتون کې د نسایي ولادي متخصصه ډاکټر نجم السما شفاجو، وایي: «د تېر کال په پرتله سږ کال د جنین د سقط پېښې ډېرې دي؛ تېر کلونه مو ښایي د ورځې یو ناروغ درلود، خو سږ کال د ورځې درې تر څلور ناروغان هم لرو.»
د هغې په وینا، روغتیایي ستونزې لکه شکر او لوړ فشار، د پښتورګو ناروغي، په وینه کې د ځینو میکروبونو شتون، کمزوري او د وینې او وېټامینونو کموالی د جنین د سقط لامل کېږي.
هغې د امېدوارو ښځو پر ښو خوړو، استراحت او خوښ ساتلو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «په ځینو مواردو کې مېندې په خپله ځانونه نارامه کوي؛ د بېلګې په توګه وایي غوښه، هګۍ، شېدې او مستې نه خورم چې وینه مې میکروب لري او که وخورم نو ماشوم ته مې زیان رسوي؛ دا هغه موارد دي چې امېدوارې ښځې ته زیان رسوي او د جنین د سقط لامل کېږي.»
شفاجو هم په قصدي توګه د جنین سقط کول ناجایز عمل وباله او یې ویل: «د جنین سقط کول په اسلام کې نا روا دي؛ خو په بېړنیو مواردو کې چې ماشوم د ژوند قابلیت ونه لري؛ یا هم مور کومه ستونزه ولري، موږ په خپل انجمن کې یوه کمېټه لرو؛ د ولادي نیمګړتیاوو په نوم، هغه جنین چې سر و نه لري او یا یې پښتورګي له کاره لوېدلي وي، یا څه ستونزه ولري چې که تولد هم شي ژوندی نه شي پاتې کېدای.»
شفاجو هم د جنین د سقط پر مخنیوي ټینګار وکړ ویې ویل، ځینې مهال دا چاره د میندو ژوند ته خطر هم پېښولا شي.
د نسایي ولادي یاد متخصص له کورنیو وغوښتل چې میندې باید په زوره د جنین سقط کولو ته اړ نه ایستل شي.
د هغې په خبره، ځینې میندې شته چې څو لورګانې لري او هر ځل د زوی په هیله حمل اخلي؛ خو د څو نجونو له زېږولو وروسته پرېکړه کوي چې هغه جنین چې نجلۍ ثابت شي، ضایع کړي.
نوموړې وویل، هیڅکله یې په قصدي ډول د سقطولو عمل نه دی ترسره کړی؛ ځکه چې دا کار په اسلام کې ناروا دی.
دیني عالمان وایي چې الله (ج) په قرانکریم کې فرمایي: «اولادونه مو د بېوزلۍ له امله مه وژنۍ؛ موږ تاسو ته روزي درکوو»، نو که څوک یو جنین سقط کوي، د قرانکریم په اساس "قاتل" دی.
دیني عالم مفتي شمس الرحمن روفتن په دې اړه پژواک ته وویل: «د جنین سقط کول په اسلام کې ناروا دی، اګر که یې د حمل له مودې یوه ورځ هم تېره شوې وي؛ خو په څو حالتونو کې روا ده؛ په هغه صورت کې چې له څلورو میاشتو مخکې معلومه شي چې جنین سو شکل دی؛ دویم په هغه صورت کې چې ډاکټران ووایې که دغه ماشوم لوی شي، نو د مور د مړینې لامل ګرځي اګر که د ۹ میاشتو هم وي کولای شي له منځه یې یوسي.»
نوموړی وایي، که څوک بې له کومې اړتیا خپل جنین له منځه وړي، ګنهګارېږي او باید توبه وباسي.
هغه زیاته کړه: «خو که کوم ماشوم په خپله سقطېږي، هغه ماشوم بیا د قیامت په ورځ د خپلې مور شفاعت کوي؛ خو که ماشوم دنیا ته راځي، لوییږي او وروسته مړ کېږي او پلار او مور یې صبر کوي؛ دغه ماشوم به د اخرت په ورځ د خپل مور او پلار په تمه وي.»
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP