ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کلات کې د اختر امنيت د ټينګښت لپاره ځانګړي ځواکونه ګومارل شوي

کلات کې د اختر امنيت د ټينګښت لپاره ځانګړي ځواکونه ګومارل شوي

author avatar
30 Apr 2022 - 14:23
کلات کې د اختر امنيت د ټينګښت لپاره ځانګړي ځواکونه ګومارل شوي
author avatar
30 Apr 2022 - 14:23

کلات (پژواک، ۱۰ غويى ۱۴۰۱ ): د زابل امنیتي چارواکي وايي، د کوچني اختر امنیت د ټینګښت په موخه يې ٢٥٠ ځانګړي سرتېري په کلات ښار کې پر دنده ګومارلي دي.

د زابل امنیه قوماندان ایوب اخندزاده پژواک خبري آژانس ته وویل، د مرکز کلات او ټولو ولسوالیو د امنيت د ټينګښت لپاره یې امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کړې چې بشپړ چمتووالى ولري.

امنیه قوماندان وايي، یوازې د کلات ښار د امنیت خوندي ساتلو لپاره يې ٢٥٠ ځانګړي ځواکونه پر دنده ګومارلي دي.

اخندزاده وايي، دغو امنیتي سرتیرو ته د هویت ځانګړي کارټونه جوړ شوي ترڅو نور سرتېري ونه شي کولى له وسلو سره ښار ته داخل شي.

نوموړی زیاتوي: «له کلونو وروسته په هېواد کې د امن اختر دى؛ هېوادوال کولى شي له کومې ستونزې پرته اختر ولمانځي او مېلې وکړي.»

په ورته وخت، د زابل مرستیال والي سلیمان اغا بهیر پژواک ته وویل، امنيتي ځواکونو ته لارښوونه شوې چې د اختر د لمانځه د امنيت ترڅنګ د خلکو امنيت هم تامين کړي.

دى زياتوي: «خلک په ډاډه زړه کولى شي، عنعنوي مېلې وکړي او په ډاډ سره يو ځاى او بل ځاى ته سفر وکړي.»

همدارنګه د کلات ښار اوسېدونکي حبيب الله پژواک ته وويل، امنيتي ځواکونه د امنيت د ټينګښت لپاره بايد په خپلو منځو کې همغږي نوره هم ډېره کړي.

هغه وايي، پخوا دغه ولايت کې ناامني ډېره وه او دوى نه شوای کولاى چې لېرو پرتو سيمو ته سفر وکړي، خو دا ځل به دا ستونزه نه وي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.