[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ١٧ غويى ۱۴۰۱): د حجاب په اړه طرحه کې راغلي، بدن چې په هره جامه پټ شي حجاب ګڼل کېږي خو چې باریکه او تنګه نه وي او بدن ترې ښکاره نه شي.
دغه طرحه د سرپرست حکومت د مشرتابه مقام له خوا تاييد شوې او د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزرات ته يې د تطبيق حکم شوى دى.
امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ياده طرحه د غويي په ١٧مه کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال اعلان کړه.
په دې طرحه کې راغلي چې د مسلمانو بالغو ښځو له خوا د شرعي حجاب رعایتول فرض او ضروري دي.
طرحه کې زياته شوې: "بدن چې په هره جامه پټ کړل شي حجاب ګڼل کېږي، خو چې باریکه نه وي چې بدن ترې ښکاري او دومره تنګه نه وي چې د بدن د غړو نمایندګي کوي."
سرچینه وايي، چادري چې په هېواد کې له پېړیو راهیسې د افغاني باعزته کلتور برخه ده، د شرعي حجاب بهترین ډول دی؛ همداراز د حجاب په نوم مروجه تور رنګه جامه او څادر هم شرعي حجاب دی خو چې تنګ او چسپ نه وي.
طرحه کې راغلي، هغه ښځې چې د عمر په لحاظ زړې یا وړې نه وي، له نامحرمو نارینه وو سره د مخامخېدو پر مهال به د شرعي هدایاتو مطابق له سترګو پرته خپل مخ ضرور پټوي.
د طرحې د تطبيق په برخه کې ويل شوي چې خلکو ته د رسنیو او منبرونو له لارې د حجاب حکم، اهمیت او ګټې او د بې حجابۍ زیانونه دې بيان شي او ترڅنګ دې په بازارونو، پارکونو او عمومي ځایونو کې د حجاب په هکله دې هڅوونکې جملې ولیکل شي.
دغه راز په طرحه کې زياته شوې چې د بې حجابه مېرمنې دې په لومړي ځل کور معلوم کړل شي، د هغې ولي ته دې توصیه وشي او تنبیه دې کړل شي؛ د بیا سرغړونې په صورت کې په دوهم ځل دې ولي اړوند ریاست ته احضار کړل شي، په درېیم ځل دې ولي درې ورځې بندي کړل شي، په څلورم ځل دې ولي محاکمو ته وسپارل شي، څو په مناسبه سزا محکوم شي.
همدارنګه طرحه کې دا هم ويل شوي، هغه مېرمنې چې د امارت اړوندو ارګانونو کې فعالیت کوي او حجاب نه مراعاتوي له دندې دې ګوښه کړل شي او د هغو حکومتي مامورینو او منسوبینو چې مېرمنې او لوڼې یې حجاب نه رعایتوي دندې به یې وځنډول شي.
د حجاب په اړه د طرحې د اعلان په خبري غونډه کې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت سرپرست شیخ خالد حنفي وویل چې د حجاب په تړاو فرمان یو قانون دی او باید پلى شي.
نوموړی وایي چې په تدریج سره به د منکراتو مخنیوی کوي؛ خو د حجاب رعايت کولو ته ځانګړې پاملرنه کوي.
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت نه غواړي چې پر خلکو حجاب په زوره عملي کړي، خو د نصيحت له لارې بايد دغه کار وشي.
د ده په خبره، بې حجابي په ټوله اسلامي نړۍ کې څوک نه خوښوي؛ نو افغان مېرمنې هم بايد په حجاب کې ژوند وکړي.
همدارنګه په دې غونډه کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې د حجاب دغه طرحه به په ډېر احتیاط سره پر خلکو پلې شي او په دې اړه به څوک نه ګواښل کېږي.
دی وایي، په هېواد کې ۹۹ سلنه ښځې په خپله حجاب پر ځان تطبیقوي او پاتې یو سلنه به هم وهڅول شي چې حجاب مراعت کړي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP