ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډي اوسېدونکې فاطمه: د کورنۍ ټول غړي مو پر نشه‌یي توکو روږدي دي

د دایکنډي اوسېدونکې فاطمه: د کورنۍ ټول غړي مو پر نشه‌یي توکو روږدي دي

author avatar
8 May 2022 - 16:10
د دایکنډي اوسېدونکې فاطمه: د کورنۍ ټول غړي مو پر نشه‌یي توکو روږدي دي
author avatar
8 May 2022 - 16:10

[restrict paid="true"]

نيلي (پژواک، ١٨ غویی ١٤٠١): د دایکنډي د مرکز یوه اوسېدونکې ۳۵ کلنه فاطمه وایي، د کورنۍ څلور غړي یې چې ټول نارینه دي، پر نشه‌یی توکو روږدي او نادرکه دي چې له امله یې د کورنۍ نور غړي له بېوزلۍ، ناچارۍ او رواني ستونزو ځورېږي.

هغې وویل چې دوی د دایکنډي د نیلي ولسوالۍ د «اوزموګ» کلي اصلي اوسېدونکي دي.

نوموړې زیاته کړه، درې وروڼه او یو زوی یې له کلونو راهیسې پر نشه‎یی توکو اخته دي او اوس یې د کورنۍ نور غړي چې ښځې او ماشومان دي، د هغوی د برخلیک په اړه هيڅ معلومات نه لري.

هغې څرګنده کړه، مشر ورور یې سخی‌داد نومیږي او ۳۱ کلن دی چې ۶ اولادونه لري او هغه مهال پر نشه‌یي توکو روږدی شو چې ۱۰ کال مخکې ایران ته د کار لپاره تللی و.

هغې وویل: «سخی‌داد په ۱۳۹۱ لمریز کال کې ایران ته د کار لپاره لاړ؛ خو په ۱۳۹۳ کال کې پر نشه‌یي توکو روږدی کور ته راغی.»

د فاطمې په وینا، دوه نور وروڼه او یو زوی یې هم د سخی‌داد په شان په ایران او دایکنډي کې پر نشته یې توکو اخته شوي دي.

هغې وویل: «نور وروڼه مې حسین او اسماعیل چې یو ۲۵ او بل ۲۹ کلن دي او زوی مې علي‌رضا چې ۲۰ کلن دی، ټول روږدي دي.»

هغې زیاته کړه، حسین له سخی داد سره یو ځای په ایران کې روږدی شو؛ خو اسماعیل او علی‌رضا پنځه کاله مخکې په دایکنډي کې نشه‌یي توکو ته مخه کړه.

د نوموړې په خبره، سخی‌داد له یو کال راهیسې ورک دی او په اړه یې هیڅ معلومات نشته، خو د دې کورنۍ په نشه‌یي توکو اخته درې نور غړي، کله کله په نیلي ښار کې تر کنډوالو او پلچکونو لاندې لیدل کېږي.

فاطمې زیاته کړه، دوی ټولې هڅې وکړې څو د خپلې کورنۍ د یادو څلورو غړو درملنه وکړي، خو ونه توانېدل؛ ځکه په خبره یې، مشر ورور یې ان پر نشه‌یي توکو د اخته کسانو د درملنې په مرکز کې هم د یادو توکو پېر او پلور کاوه.

دغه مېرمن اوس له خپلو اقتصادي او رواني ستونزو شکایت کوي.

فاطمې وویل: «دا مهال یې د کورنۍ نور غړي چې ټول ښځې او ماشومان دي، د کار کولو توان نه لري او د کورنۍ لګښتونو پوره کولو لپاره څه نه لري. مور مې زړه ده او مخکې یې د سوالګرۍ او مرستې راټولولو له لارې یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوله؛ خو اوس مې هم مور او هم زه او ناروغ یو؛ د اقتصادي ستونزو ترڅنګ په رواني او د زړه په ناروغیو هم اخته شوي یو او نور دا وضعیت نه شو زغملای.»

هغه اوس د پژواک خبري اژانس له لیدونکو غواړي چې که څوک د سخی داد په شان د کوم کس په اړه معلومات لري، دوی ته دې خبر ورکړي.

دغه راز هغې له حکومتي مسوولینو وغوښتل، څو د دوی سیمو ته ورشي او د نورو اړمنو کورنیو اقتصادي ستونزې وڅېړي.

خو د دایکنډي د کار او ټولنیزو چارو ریاست چې د فعالیت لویه برخه یې له همدې ډول کورنیو ملاتړ دی، په دې اړه هيڅ پلان نه لري.

سمیع‌الله ثابت چې په دې وروستیو کې د دایکنډي د کار او ټولنیز چارو رییس په توګه ګومارل شوی، په دې اړه وویل، دوی په دې اړه مسوولیت لري، خو دا مهال په ټوله کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت له امله دوی له دې ډول کورنیو هيڅ ډول ملاتړ نه شي کولای.»

هغه زیاته کړه، هڅه به وکړي څو دغه ډول نورې کورنۍ هم معلومې او د مرستو په راتلونکو پلانونو کې یې ورسره شاملې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د دایکنډي د عامې روغتیا ریاست د شمېرو له مخې، په تېرو کلونو کې په دغه ولایت کې تر ۵۰زره ډېر روږدي پېژندل شوي؛ خو دغه شمېرې هيڅ‌کله وروستۍ نه دي.

بل‌خوا، د دایکنډي ولایت سیمه ییزه اداره هم د دغه ولایت د خلکو اقتصادي بېوزلي تر ۹۵ سلنې ډېره بولي.

[/restrict]

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.