ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي منیر: ملکي او نظامي چارواکي د امر بالمعروف په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري

مولوي منیر: ملکي او نظامي چارواکي د امر بالمعروف په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري

author avatar
8 May 2022 - 21:47
مولوي منیر: ملکي او نظامي چارواکي د امر بالمعروف په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري
author avatar
8 May 2022 - 21:47

کلات (پژواک، ۱۸ ثور ۱۴۰۱ ): د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت نظامي مرستیال زابل ته د خپل سفر پر مهال وويل چې هيڅ نظامي او ملکي چارواکي د دوی په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري.

دغه څرګندونې د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکايتونو اورېدو وزارت مرستيال مولوي منير د زابل ولايت له ملکي او پوځي چارواکو سره په ګډه غونډه کې وکړې.

هغه وويل چې امر بالمعروف او نهي عن المنکر په برخه کې هغه څه چې د دوی لایحه او د مشرتابه لارښوونې وي، د عملي کولو لپاره یې جدي کار کوي.

ده وويل چې په ولایتونو کې دې سیمه يیز مسوولین د امر بالمعروف له محتسبینو سره همکاري وکړي.

مولوي منیر وویل چې له ملکي کسانو سره دوى نرم چلند کوي خو که کوم پوځي کس لارښوونې عملي نه کړې، جدي چلند ورسره کېږي.

نوموړي وویل، هيڅ امنیتي مسوول او سرتېرى حق نه لري چې په خپلو لیکو کې کم‌عمره کسان وګوماري، غیر شرعي څڼې پرېږدي، نشه یې توکي وکاروي، پر خلکو ظلم وکړي، موسیقي واوري او له له بیت المال سره خیانت وکړي.

دغه راز د زابل مرستیال والي سلیمان اغا بهیر وویل، هيڅوک په يو او بل نوم حق نه لري چې د تېر حکومت کسان او يا هم عام خلک وځوروي.

دى وايي، دوى ته ځيني شکايتونه رسېدلي چې په لرو پرتو سيمو کې خلک ځورول کېږي او ناوړه چلند ورسره کېږي.

Views: 438

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.