ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزي د افغان ښځو په چارو کې د ملګرو ملتونو له استازې سره وکتل

کرزي د افغان ښځو په چارو کې د ملګرو ملتونو له استازې سره وکتل

author avatar
12 May 2022 - 14:52
کرزي د افغان ښځو په چارو کې د ملګرو ملتونو له استازې سره وکتل
author avatar
12 May 2022 - 14:52

کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۱): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو له استازې دیبورا لاینز سره په کتنه کې د افغانستان پر وضعیت، په ځانګړي ډول د افغان ښځو په اړه خبرې کړې دي.

د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په رالې‎ږل شوې اعلامیه کې راغلي، دا کتنه پرون ماښام (د غويي ۲۱مه) ترسره شوې او له شپږم پورته ټولګیو پر پرانیستلو یې ټینګار وشو.

سرچینه لیکي چې دواړو لورو هیله ښودلې چې هر څو ژر دغه ښوونځي پیل شي.

د خبرپانې له مخې، دواړو لورو په افغانستان کې  پر ملي یووالي، پایداره ثبات او د امنیت پر ټینګښت هم ټینګار وکړ، ویې ویل، ځینې هغه نښتې چې د هېواد په ځینو برخو کې کېږي باید له منځه یووړل شي.

په خبرپاڼه کې د کرزي له قوله د افغان ښځو او نجونو د حجاب په اړه لیکل شوي: «افغانان دیندار خلک دي او تل یې له ملي کلتور سره سم حجاب مراعات کړی دی.»

د افغانستان سرپرست حکومت د غویي په ۱۷مه د شرعي حجاب په اړه (تطبیقي او توضیحي) طرحه اعلان کړه.

په دې طرحه کې د حجاب پېژندنې په اړه راغلي: «بدن که په هر ډول جامو پټ شي نو حجاب ګڼل کېږي خو دومره باید نازک نه وي چې بدن ترې ښکاره شي او نه هم دومره تنګ وي چې د بدن د غړو استازیتوب وکړي.»

په دې طرحه کې ویل شوي، هغه ښځې چې د عمر په لحاظ نه زړې یا وړې نه وي، له نامحرمو سره د مخ کېدو په صورت کې باید له فتنې د مخنیوي لپاره، له سترګو پرته نور ټول مخ له شرعي اصولو سره سم پټ کړي.

په دې طرحه کې بورقه چې له پخوا د افغاني کلتور برخه وه، د حجاب تر ټولو غوره ډول بلل شوی دی.

په لیکل شوې طرحه کې راغلي، د بې‌حجابه ښځو به لومړی کور په نښه کېږي او ولي ته به یې سپارښتنه کېږي، تنبیه کېږي به، په دویم قدم کې به یې ولي اړوند ریاست ته غوښتل کېږي، په درېیم قدم کې درې ورځې بندي کېږي، په څلورم قدم کې به محکمې ته راجع کېږي او سزا به ورکول کېږي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.