کابل (پژواک ۲۵ غویی ۱۴۰۱): سرچينې وايي، عربي متحده اماراتو ته د افغانستان د مخکيني ولسمشر حامد کرزي د سفر مخه نيول شوې ده.
دغه مطلب کرزي ته نږدې يوې سرچينې پژواک اژانس ته په ډاګه کړ.
سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي، وايي چې حامد کرزي له څو نورو کسانو سره غوښتل د متحدو عربي اماراتو ولسمشر او د ابوظبۍ امیر شیخ خلیفه بن زاید بن سلطان آل نهیان په جنازه کې د ګډون لپاره امارتو ته ولاړ شي.
سرچينه زياتوي، د سرپرست حکومت چارواکو نوموړي ته متحده عربي اماراتو ته د سفر اجازه نه ده ورکړې.
پژواک ياده موضوع د حکومت له وياندويانو سره شريکه کړې ده، خو تراوسه پورې يې څه نه دي ويلي.
اماراتو ته د حامد کرزي د سفر د مخنيوي خبر “بي بي سي” او “طلوع نيوز” هم کرزي ته د نږدې سرچينو په حواله خپور کړی دی.
له هغه راهيسې چې په افغانستان کې نوی سرپرست حکومت ټینګ شوی، مخکینی ولسمشر حامد کرزی، د ملي پخلاینې د عالي شورا مخکینی مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او د مشرانو جرګې مخکینی ريیس فضل هادي مسلميار په پلازمېنه کابل کې پاتې وو.
مسلميار يو ځل دوبۍ ته لاړ او بېرته کابل ته ستون شو، دغه راز ډاکټر عبدالله د تېر کوچني اختر په ورځو کې هند ته لاړ او لا تر اوسه هملته دی، خو کرزی لا هم په کابل کې مېشت دی.
Views: 363
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن