ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې پر واکسیناتورانو ۱۳۳ موټرسایکلونه ووېشل شول

غزني کې پر واکسیناتورانو ۱۳۳ موټرسایکلونه ووېشل شول

author avatar
18 May 2022 - 16:36
غزني کې پر واکسیناتورانو ۱۳۳ موټرسایکلونه ووېشل شول
author avatar
18 May 2022 - 16:36

[restrict paid=”true”]

غزني (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۱): د غزني په مرکز او ولسوالیو کې پر واکسیناتورانو ۱۳۳ موټرسایکلونه وېشل شوي دي.

د غزني د عامې روغتیا رییس مولوي محمد حنیف مصباح پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ۱۳۳ موټرسایکل چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق/ UNICEF او روغتیا نړیوال سازمان/ WHO له خوا چمتو شوي وو، د ادا /AADA موسسې په همکارۍ پر واکسیناتورانو ووېشل شول.

هغه زیاته کړه، د دغو موټرسایکلونو په واسطه به واکسیناتواران وکولای شي د مرکز او ولسوالیو لرو سیمو ته پر وخت واکسین ورسوي.

دی وايي، له دې مخکې واکسیناتوران د واکسیناسیون پر مهال له ستونزو سره مخ وو او ګڼې سیمې له پوښښه پاتې کېدې چې اوس به دا ستونزه ورسره حل شي.

ده وویل، د نورو ولایتونو په پرتله په غزني کې د روغتیا په برخه کې ډېر کار شوی خو لا هم په ځینو سیمو کې ستونزې شته چې دوی یې د حل لپاره هڅې کوي.

په غزني کې د ادا موسسې مسوول حسین نیک‌پور پژواک خبري اژانس ته وویل، مرسته شوي موټرسایکل به لرو سیمو ته د واکسین رسولو په برخه کې له واکسیناتورانو سره ډېره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه، یادې موسسې تل هڅه کړې په بېلابېلو ولایتونو کې د روغتیا په برخه کې مرستې وکړي څو دغو خدماتو ته د خلکو لاسرسی ډېر شي.

واکسیناتوران له دوی سره د موټرسایکلونو د مرستې هرکلی کوي او وايي، اوس به د دې جوګه شي چې تر لرو سیمو واکسین ورسوي.

سیداحمد چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په غزني کې د واکسیناتور په توګه دنده ترسره کوي، پژواک ته وویل، مخکې د واکسین رسولو په برخه کې له ستونزو سره مخ و او ګڼې سیمې د واکسین له خدماتو پاتې کېدې.

دی وايي، ولسوالیو ته تلل او کور په کور پلي ګرځېدل هم سخت کار و او هم یې وخت ضایع کېده خو اوس به د موټرسایکلونو په مرسته وکولای شي په لنډ وخت کې ډېرې سیمې تر پوښښ لاندې ونیسي او د لرو سیمو تر اوسېدونکو هم واکسین ورسوي.

له دې مخکې د امنیت او وسایلو د نشتوالي له امله د غزني ډېرو سیمو ته واکسین نه رسېده او ډېر کم عمره ماشومان له واکسین څخه پاتې کېدل.

د یادونې ده، تېره ورځ د غزني په ګاونډ زابل کې هم له روغتیايي مزکزونو سره د ۳۸ موټرسایکلونو مرسته وشوه.

[/restrict]

Views: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.