Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

شېرخان سوداګریز بندر له څو ورځو راهیسې د سوداګرۍ پر مخ تړل شوی

کندوز (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۱): د کندوز د «شېرخان بندر» ګمرک مسوولین وایي، د تاجکستان حکومت له‌خوا افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو نه برابرولو له امله، له څو ورځو راهیسې دغه بندر د سوداګریزو فعالیتونو پر مخ تړل شوی دی.

یادو مسوولینو د دغه بندر د بندېدو لاملونه د ویزې نه صدور، په راکړه ورکړه کې ستونزې او دغه‌راز له پولې هغې غاړې ته د افغان سوداګرو توهینول بولي او له تاجک چارواکو نه د افغان سوداګرو ستونزو ته د رسېدنې غوښتنه کوي.

په دغه حال کې، د کندوز د سوداګرۍ او پانګونې خونه او ځينې سوداګر دغه حالت زیان اړوونکی بولي او په یاد بندر کې د راکړې ورکړې د بهیر عادي کېدو غوښتنه کوي.

د کندوز د ګمرک رییس موسی کلیم مجاهد‌زاده د یاد بندر تړل کېدل تاییدوي او وایي، افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو نه برابرولو له امله په دغه بندر کې د راکړې ورکړې بهیر درېدلی دی.

هغه وویل: «افغان موټر چلوونکی د تاجکستان خاورې ته له رسېدو سم، له موټره ښکته کېږي او تاجک وګړی د دوه زره افغانیو په اخیستو موټر تاجکستان ته بیایي؛ په داسې حال چې په افغانستان کې داسې نه ده؛ کوم حقوق چې موږ په نړیوالو اصولو کې لرو، د تاجکستان هېواد باید د هماغه مطابق موږ ته قایل شي، موږ نهه میاشتې دغه وضعیت وزغمه، زموږ سوداګرو ته پر دغه لاره د تګ اجازه نه ورکول کېږي؛ هغوی لومړی دوبۍ ته ځي او له دوبۍ نه تاجکستان ته ځي.»

په همدې حال کې، د کندوز د سوداګرۍ خونه او ځینې سوداګر هم د شیرخان بندر بند پاتې کېدل د سوداګرو پر وړاندې یوه جدي ستونزه بولي او د تاجک چارواکو له لوري د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کوي.

د کندوز یو سوداګر محمد سلیم ساپی چې له کلونو راهیسې د شیرخان بندر له لارې سوداګریز فعالیتونه کوي، وایي: «کوم وضعیت چې اوس په شیرخان بندر کې دی همداسې دوام وکړي، نو خطرناکه ده؛ یوه اوونۍ کېږي چې لاره بنده ده؛ ګدامونه مکمل ډک شوي، موږ له حکومته غواړو څو دغه ستونزه دې د تاجکستان دولت سره حل کړي.»

له بلې خوا، تاجک موټر چلوونکو د سرپرست حکومت د ځواکونو له‌خوا د دوی د شکنجه کولو او نیولو په اړه خپاره شوي راپورنه رد کړي او په دغه بندر کې د راکړې ورکړې عادي کېدلو غوښتنه کوي.

یوه تاجک موټر چلوونکي اسماعیل وویل: «موږ چا بندیان کړي نه یو، موږ ته احترام لري، ډوډۍ راکوي؛ هيڅ ستونزه نشته؛ سوداګري دې جوړه کړي؛ یوازې د لارې ستونزه ده چې غواړو لاره پرانیستل شي.»

شیرخان سوداګریز بندر په داسې حال کې د سوداګریزې راکړې ورکړې پر مخ تړل کېږي چې له دې وړاندې ځينو رسنیو د افغان او تاجک پوله ساتو ترمنځ د سیاسي او نظامي ستونزو راپورونه خپاره کړي وو؛ هغه ادعا چې د سرپرست حکومت له‌خوا رد شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.