جلال اباد (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۱): د ننګرهار امنيې قوماندانۍ له لوري هغه ځوان نيول شوی چې د ښځينه وو په نوم فېسبوک اډيانو له لارې يې له خلکو پيسې ترلاسه کولې.
نيول شوي ځوان اعتراف کړی چې له يوه کس څخه يې ۵۰۰۰ افغانۍ ترلاسه کړې وې او له بل يې ۶۱۰ ډالر ترلاسه کول چې امنيتي ځواکونو د صرافیو مارکېټ کې ونيو.
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د غبرګولي په ۳مه پژواک اژانس ته وويل چې د قوماندانۍ اړوند د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مديريت منسوبينو د جلال اباد ښار د صرافیو مارکېټ کې يو کس نيولی چې له خلکو يې د ښځو په نوم پيسې ترلاسه کولې.
هغه زياته کړه، نيول شوي کس د ښځينه وو په نوم فېسبوک ايډيانې لرلې، خلکو ته به يې مسیجونه کول او پيسې يې ترې ترلاسه کولې.
د زابلي په وينا، نيول شوی کس اصلاً د کونړ ولايت اوسېدونکی دی او پر خپل جرم يې اعتراف کړی دی.
ننګرهار امنيې قوماندانۍ پژواک ته هغه ويډيو هم رالېږلې چې نيول شوي کس پر خپل جرم اعتراف په کې کړی دی.
هغه په دې ويډيو کې ويلي: ((نوم مې حکيم دی، د کونړ ولايت يم، فعلاً د جلال اباد ښار اوسېدونکی يم، زه د ښځو په نوم ايډيانې لرم، له خلکو سره رابطه کوم، يو نفر نه مې پنځه زره روپۍ اخيستې وې، بل نفر سره مې رابطه کړې وه، هغه راته ۶۱۰ ډالر رالېږلي وو، کله مې چې صرافي کې پيسې اخيستې، د قوماندانۍ مجاهدينو ونيولم.))
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، نيول شوی کس اوس تر لومړیو څېړنو لاندې دی او وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.