لښکرګاه (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۱): د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، د دغه ولایت امنیتي ځواکونو پرون د کندهار- هرات پر لويه لار، پاکستان ته د ۵۰ موټرو غنمو د قاچاق مخه نیولې ده.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ريیس حافظ رشید پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد غنم د هلمند د واشېر ولسوالۍ له کمپنۍ بار شوي وو او پاکستان ته قاچاق کېدل چې امنیتي ځواکونو مخه یې نیولې ده.
ده زياته کړه: «اسلامي امارت هیچاته د دې اجازه نه ورکوي چې د خپل هېواد غنم نورو هېوادونو ته انتقال کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې سرپرست حکومت په دې وروستيو کې له هېواده بهر ته د غنمو پر لېږدولو بنديز اعلان کړ.
Views: 202
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن