ژبه

ننګرهار کې د ځمکې د ملکیت پر سر شخړه کې څلور کسان وژل شوي

ولي‌محمد شینواری

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۵:۰۰

Views: ۳

جلال‌اباد (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۵): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې د ملکیت پر سر شخړه کې څلور کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن سهار د چپرهار ولسوالۍ اړوند په «زغو» کلي کې شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې په دې پېښه کې څلور کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

امنیې قوماندانۍ لیکلي چې له پېښې وروسته امنیتي کسان سمدستي سیمې ته رسېدلي، ټپیان یې روغتون ته لېږدولي او د پېښې په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د پېښې په اړه څېړنې روانې دي او نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.