ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې د زینتي مرغانو په پېر پلور کې د پام وړ کموالی راغلی

تخار کې د زینتي مرغانو په پېر پلور کې د پام وړ کموالی راغلی

author avatar
1 Jun 2022 - 17:50
تخار کې د زینتي مرغانو په پېر پلور کې د پام وړ کموالی راغلی
author avatar
1 Jun 2022 - 17:50

تالقان (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۱): په تخار ولایت کې د زينتي مرغانو ځیني پلورونکي وايي، د تېرو څو کلونو په پرتله، د مرغانو ساتنې سره د خلکو لېوالتيا کمه شوې چې له امله يې د دغو مرغانو په بيه او پلور کې هم کموالى راغلى دى.

د هغوی په خبره، د اقتصادي ستونزو او په هېواد کې د وروستیو بدلونونو له امله، د یادو مرغانو د پېر پلور کچه ۸۰ سلنه راکمه شوې ده.

په تالقان ښار کې د مرغانو یو پلورونکی خالد وايي، له کلونو راهیسې د بېلابېلو مرغانو پر ساتنې او خرڅلاو بوخت دی چې له همدې لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کوي.

د هغه په ​​وینا، د تېرو کلونو په پرتله د زينتي مرغانو د خرڅلاو بازار ٨٠ سلنه راکم شوى او د پېرلو او ساتلو لپاره يې د خلکو لېوالتيا هم کمه شوې ده.

هغه وایي، مخکې به خلکو د وطني مرغانو ترڅنګ، له زینتي او بهرنیو مرغانو سره هم  لېوالتیا درلوده او هغه یې د ساتلو په موخه پېرل؛ خو اوس د خلکو هغه لیوالتیا نشته.

د زينتي مرغانو بل پلورونکى احمد وليد هم وايي، دا مهال هر څه د سقوط په حال کې دي او خلکو ته ټولیزه ارامتیا نه ده پاتې.

د هغه په ​​خبره، یوه کنري چې مخکې به له ٢٠ تر ٣٠زره افغانيو پلورل کېده، اوس د يوې زينتي مرغۍ بيه له ٢٠٠ تر ٥٠٠ افغانيو ته رسېدلې ده چې لامل یې د خلکو پرېشاني ده.

احمد ولید زیاتوي، د مرغۍ غږ انسان ته ارامتیا وربښي او هغه کسان چې ستړي وي، کولای شي د مرغانو غږ په اورېدو خپل حال او هوا بدل کړي.

هغه له حکومته وغوښتل چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، څو له اقتصادي اړخه د بدلون شاهدان اووسیږي.

په ورته مهال،  په تخار کې د مرغانو مینه‌وال وايي، د مرغانو اواز اورېدل او له مرغانو سره وخت تېرول، انسان خوښ ساتي.

په تخار کې د مرغانو يوه مينه‌وال ذبيح‌الله پژواک خبري اژانس ته وويل، تېرو کلونو کې د زينتي مرغانو د پېر او پلور بازار د غوړېدو شاهد و، خو سږ کال دغه بازار چندان غوړېدلی نه دی.

د هغه په ​​وينا، په تېرو کلونو کې د تخار خلکو ترڅنګ له بدخشان، کندوز او بغلان ولايتونو څخه هم د زينتي مرغانو مینه‌وال دغه ولايت ته مرغان راوړل چې له امله یې د پېر او پلور بازار غوړېدلی وو.

بلخوا، د تخار ولايت د چاپېريال ساتنې رييس زبير نعيمي پژواک ته وويل، په دغه ولايت کې د مرغانو ښکار منع دى؛ خو حکومت له بهره د مرغانو د وارداتو په برخه کې هڅه کوي څو په هېواد کې د زينتي مرغانو د پېر او پلور بازار ښه شي.

دا په داسې حال کې ده چې زرکان، سایره، ادم چهره، ګلسر او کنري د ښه اواز لروونکي مرغان دي او غږ یې تر یوې کچې د ژوند اضطراب راکموي او د انسان اعصاب اراموي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.