Language

د زابل ځوانان کاري فرصتونه غواړي

کلات (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۱): د زابل ځوانان وايي، په دولتي او نادولتي ادارو کې دې د کار زمینه ورته برابره شي او د دوی له وړتیاوو دې کار واخیستل شي.

ځوانانو دا څرګندونې په هغه غونډه کې وکړې چې د دوی د هڅونې او ملاتړ په موخه، د سرحدونو او قبایلو چارو په ریاست کې جوړه شوې وه.

د زابل یوه ځوان سردار ولي سرحدي غونډې ته په وینا کې وویل، په دغه ولایت کې سلګونه لوستي ځوانان بېکاره دي او له بې روزګارۍ کړېږي.

نوموړي زیاته کړه، دا مهال په دولتي ادارو کې ګڼ بستونه تش دي چې باید ځوانان پکې وګومارل شي، د کار او خدمت چانس ورکړل شي او له وړتیاوو یې کار واخیستل شي.

هغه پر بهرنیو موسسو هم نیوکه وکړه چې د دغه ولایت له ځوانانو سره توپیري چلند کوي او پر دندو یې نه ګوماري.

د هغه په خبره، ځوانانو په ډېرو سختو شرایطو کې په دې هیله لوړې زده‌کړې کړې چې دنده ولري او هېواد ته خدمت وکړي؛ خو له بده مرغه چې په دولتي او نادولتي دواړو ادارو کې کار نه ورته موندل کېږي.

غونډې ته د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو مدیر نیاز محمد زیارمل هم وویل، په دغه ولایت کې سلګونه لوستي ځوانان شته او دا وړتیا لري چې په لوړو دولتي بستونو کې کار وکړي.

ده هم له دولتي ادارو وغوښتل چې خپل تش بستونه په ځوانانو ډک او ورته د کار او خدمت فرصتونه برابر کړي.

غونډې ته د ځینو ادارو مسوولینو په خپلو ویناوو کې ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرولو ژمنې وکړې.

د زابل د پوهنې رییس مولوي محمد عثمان حریت وویل، د دغې ادارې په سلګونو تشو بستونو کې به د دغه ولایت ځوانان وګوماري.

هغه زیاته کړه، ډېر ژر به د دغه ریاست تش بستونه اعلان ته وسپارل شي او د ازادۍ سیالۍ له لارې به وړ، په کار پوه او مسلکي ځوانان د ښوونکو په توګه وګوماري.

د زابل پوهنتون رییس پوهنیار روح‌الله مشال او د سرحدونو او قبایلو چارو رییس سحر اخندزاده هم وویل چې ځوانانو ته به پام کوي او کاري زمینې به ورته برابروي.

د اوسني سرپرست حکومت له راتلو وروسته، دا په زابل کې د خپلې بڼې لومړۍ غونډه ده چې د ځوانانو د هڅونې په موخه جوړه شوې او هغوی پکې له دولتي او نا دولتي ادارو د کار او روزګار غوښتنه وکړه.

Related Topics