نیلي (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۱): د دایکنډي د میرامور ولسوالۍ ځيني بزګر د حشرو له هجومه شکایت لري؛ په ورته وخت کې د دایکنډي د کرنې ریاست مسوولین په یاد ولایت کې د حشرو پر وړاندې د مبارزې د پیلېدو خبر ورکوي.
د میرامور ولسوالۍ د « چهارصد خانه» کلي یوه بزګر موسی جعفري وویل، له یوې میاشتې راهیسې څو ډوله حشرو د دوی کښتونه او باغونه سخت زیانمن کړي دي.
هغه دغه حشرې د تخم خوار سیب، مورپتدار، مور خیمه ساز، پرې کوونکي چینجي، ګاموسس او چرچرک په نومونو یاد کړل.
د هغه په خبره، که د دایکنډي د کرنې ریاست د دغو حشرو په مخنیوي کې اقدام ونکړي نو هغوی به ډېر ژر د یادو حشرو د ډېرېدو او کرنیزو زیانونو شاهد وي.
په ورته وخت کې د دایکنډي د کرنې ریاست مسوولین هم دغه موضوع تاییدوي او د یادو حشرو پر وړاندې د کمپاین پیلېدو خبر ورکوي.
د دایکنډي ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس بشیراحمد رفیع وویل، دغو حشرو د میرامور ولسوالۍ د کروندګرو پر سبزیو او مېوو هجوم وروړی او زیانونه یې اړولي دي.
هغه زیاته کړه، دغو حشرو سره د مبارزې لپاره یې د نباتاتو د ساتنې یو ټیم له نباتي درملو سره سیمې ته لېږلی او ټاکل شوې چې دغه ټيم د حشرو پر وړاندې خپل کمپاین پیل کړي.
د هغه په خبره، دغه ټيم مسوولیت لري څو ۱۲۰ بزګرو ته د نباتي ناروغیو او افاتو کنټرول په اړه لازمې زدهکړې ورکړي.
د دایکنډي د کرنې رییس د کمپاین عملي کار په اړه خبر ورکړ او وویل، په تېرو ورځو کې د میرامور ولسوالۍ په مختلفو سیمو کې شاوخوا ۱۳۵۰ ونې دوا پاشي شوې او دغه مبارزه به جاري وي.
دا یوازې د میرامور ولسوالۍ خلک نه دي چې د حشراتو د هجوم له امله له زیانونو شکایت کوي، څو ورځې وړاندې د دایکنډي مرکز اړوند د «غدُار» کلي ځینو بزګرو هم د پژواک خبریال ته د حشراتو د هجوم او د مېوه لرونکو ونو د زیانمنولو خبر ورکړی وو.
سربېره پر دې، په دایکنډي کې د سختې وچکالۍ موضوع د یاد ولایت د خلکو او کروندګرو یوه اساسي ستونزه ګڼل کېږي چې په همدې تړاو پژواک خبري اژانس څو راپورونه خپاره کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP