[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۱): د کابل هوایي ډګر مسوولین وایي، د اریانا شرکت ۳۱۰ ایربس الوتکو د « سي. چک» پروسه په کامیابۍ سره پای ته رسېدلې او په لومړي ځل، د دورهیي ارزونې ټول دغه پړاوونه یې بهرني هېواد ته له اړتیا پرته، په کمه موده او لږ لګښت سرته رسولي دي.
سي چک (C check) یوه پېچلې پروسه ده چې په وسیله یې د مسافر وړونکو الوتنو امنیت او خوندیتوب تضمینږي.
په دغه پروسه کې «د الوتکې چوکۍ لرې کېږي. د الوتکې د بدنې دېوالونه جوړښت ارزول کېږي، د الوتکې د ماشین بررسي ډېریږي او د کابین ډېر ځایونه، د بدنې پنلونه، وزرونه او فلپونه … خلاصېږي او له ټاکلې موې سره سم د څارنې او ترمیم چارې مخې ته ځي.»
د اریانا شرکت تخنیکي مرستیال میر عبدالله توتاخیل نن په کابل کې یوې خبري ناستې وویل، په لومړي ځل د اریانا شرکت د ۳۱۰ ایربس « سي چک» له نړیوالو معیارونو سره برابر ترسره شو.
د مسوولینو په خبره، دغه پروسه چې څه موده وړاندې د اریانا دولتي شرکت داخلي پرسونل له خوا پیل شوې وه، له ۲۸ ورځو وروسته په کامیابۍ سره پای ته ورسېده.
د اریانا شرکت عمومي رییس رحمتالله اقا وایي، د «سي چک» پر دې پروسې شاوخوا دوه سوه زره ډالره لګښت راغلی؛ په داسې حال کې چې په تېرو وختونو کې دې پروسې له هېواده بهر له څلورو تر پنځو میاشتو وخت نیوه او شاوخوا یو نیم یا دوه میلیونه ډالره لګښت لره.
په ورته مهال، هغه په هېواد کې دننه او په لږ لګښت د یادې پروسې ترسره کېدل د افغانستان لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه بولي او ټينګار کوي: «نور به اړتیا نه وي چې زموږ الوتکې دې د سي چک لپاره بهرنیو هېوادونو ته لاړې شي.»
د اریانا شرکت رییس زیاتوي، اوس د هېواد له هوایي ډګرونو له لمر ختلو تر لمر لویدلو پورې به دوبۍ، ترکیې، سعودي، مسکو، ایران، پاکستان او قطر ته الوتنې ترسره شي او هڅې روانې دي څو په راتلونکي کې په مستقیم ډول هند او چین هېوادنو ته هم پروازونه پیل شي.
[/restrict]
Views: 69
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن