ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فوټبال اسیا جام غوراوي سیالیو کې افغانستان نن له هندوستان سره لوبه کوي

د فوټبال اسیا جام غوراوي سیالیو کې افغانستان نن له هندوستان سره لوبه کوي

author avatar
11 Jun 2022 - 04:02
د فوټبال اسیا جام غوراوي سیالیو کې افغانستان نن له هندوستان سره لوبه کوي
author avatar
11 Jun 2022 - 04:02

کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۱): د فوټبال اسیایي جام ته د لار موندنې په موخه د افغانستان او هندوستان ترمنځ نن لوبه ترسره کېږي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، دا لوبه نن د شنبې په ورځ د هندوستان په کلکته ښار کې د افغانستان په وخت ماښام اووه نیمې بجې پیلېږي.

دا د ۲۰۲۳ زېږدیز کال اسیايي جام سیالیو ته د غوراوي پړاو لوبې دي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لوبډلمشر فرشاد نور تر لوبې مخکې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې افغان لوبغاړي هند ته د لوبې ګټلو لپاره ورغلي دي.

ده زیاته کړه: «موږ هند ته درناوی لرو، خو موږ دلته د بریا لپاره راغلي یو، نه پوهېږو چې څومره ګولونه به ووهو، خو باید دا لوبه وګټو.»

هغه زیاته کړه، د دې سیالیو لومړۍ لوبه یې بایللې او دا لوبه باید وګټي.

فرشاد وویل چې په لومړۍ لوبه کې ترې ځینې تېروتنې شوې چې باید بیا یې تکرار نه کړي.

د یادونې ده، په لومړۍ لوبه کې د هانګ کانګ لوبډلې افغانستان ته دوه پر یو ګول ماتې ورکړې وه.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې سر روزونکي انوش دستګیر وویل چې هند سره د سیالۍ لپاره بشپړ چمتووالی نیولی دی .

هغه زیاته کړه، د هند او کمبودیا ترمنځ پرونۍ لوبه یې لیدلې او د هغوي کمزورۍ یې په ګوته کړې دي.

نوموړي تیرې لوبې ته په اشارې سره وویل چې له لوبغاړو ځینې تېروتنې وشوې، خو هغه لوبه تېره شوه او دوی راتلونکي لپاره چمتو دي.

Views: 70

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.