کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۱): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، سبا به له افغانستانه سعودي عربستان ته په لومړۍ الوتنه کې شاوخوا ۳۵۰ کسان د حج فریضې ادا کولو په موخه ولېږدول شي.
د ارشاد، حج اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال له افغانستانه ۱۳۵۸۲ کسان د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي ته ځي او پر هر یوه ۴۱۳۰ امریکایي ډالر لګښت راځي.
د دغه وزارت ویاند فضل محمد حسیني نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې سبا (د غبرګولي ۲۲مه) به له افغانستانه سعودي عربستان ته لومړنۍ الوتنه ترسره شي او شاوخوا ۳۵۰ حج کوونکي به ولېږدوي.
د ده د معلوماتو له مخې، وروسته له دې به هره ورځ د حج فریضې ادا کولو په موخه الوتنې ترسره کېږي او په شلو ورځو کې به ټول هغه کسان له افغانستانه سعودي ته ولېږدول شي چې د حج لپاره یې نوملیکنه کړې ده.
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت ویلي چې د حاجیانو د لېږد رالېږد لپاره یې له اریانا او کام ایر هوایي شرکتونو سره هوکړې لاسلیک کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP