تالقان (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۱): د تخار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، د تفریحي ځایونو په درلودو او د امنیت له ښه کېدو سره هره ورځ شاوخوا اته سوه سیلانیان دغه ولایت ته ورځي.
د مسوولینو په خبره، یادو تفریحي ځایونو ته د سیلانیانو ورتګ د خلکو اقتصادي وضعیت ښه کېدو لپاره ګټور دی.
د تخار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی امر عبدالرازق نافذ پژواک خبري اژانس وویل، تخار د هېواد یو له په زړه پورو ولایتونو دی چې هره ورځ یې له بېلابېلو ولایتونو لیدو ته سلګونه کسان ورځي.
د نافذ په خبره، د ورځې ۸۰۰ سیلانیان د یاد ولایت له تفریحي ځایونو لیدنه کوي او امنیتي مسوولینو د سیلانیانو د پام جلبولو په موخه ښه تدابیر نیولي دي.
د یادونې ده، په تالقان ښار کې د «شهرکهنه» چینه - چې د «خواجه خضر زیارت» په نوم شهرت لري ـ یوه ښکلې سیمه ګڼل کېږي چې د ورځې لسګونه ګرځندویانو ته په زړه کې ځای ورکوي او په دې سیمه کې ګرځندویان له هغو شېبو خواږه روایتونه لري چې تېروي یې.
د مطیعالله په نوم یو سیلاني - چې له بلخه دغه ولایت راغلی – وایي، له خپلو ملګرو سره د تفریحي ځایونو لیدو په موخه دغه ولایت ته راغلی دی.
د هغه په خبره، ښه هوا او تفریحي ځایونه د دې سبب شول څو تخار ته راشي او اوس چې امنیت ښه دی، سیلانیان پرته له کومې اندېښنې له تفریحي ځایونو لیدنه کوي.
یو بل سیلاني حمیدالله - چې له بدخشانه تخار ته راغلی - وایي: «پخوا د امنیتي ګواښونو له امله سیلانیانو نه شو کولی په ډاډه زړه ولایتونو ته سفر وکړي خو اوس پرته له کومې وېرې کولی شي د لیدو وړ ځایونو ته سفر وکړي.»
دا په داسې حال کې چې په تخار کې د ګرخندوی صنعت ډېرېدو له امله د ځينو خلکو او دوکاندارانو کاروبار وده کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP