کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۱): هغې جوړې چې په ۱۵۰۰ افغانیو یې خپل د واده مراسم په کابل ښار کې ترسره کړل، له نورو ځوانانو وغوښتل چې په ودونو کې له ډېرو لګښتونو ډډه وکړي څو دغه فرهنګ په ټولنه کې عام شي.
د دایکنډي ولایت د خدیر ولسوالۍ اوسېدونکي ۲۸ کلن عناب بېګزاد او ۲۶ کلنه جوهرماه احمدي، هغه ناوې او زوم دي چې دوه ورځې مخکې کابل ښار کې د یوه مختصر محفل په ترڅ کې يې د نکاح مراسم ترسره شول.
دغې جوړې اوس د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې په یوه کرایي کوټه کې چې عادي لومړنۍ اسانتیاوې لري، خپل نوی ژوند پیل کړی دی.
عناب بېګزاد اوسمهال د «خاتم النبین» خصوصي پوهنتون د ستوماتولوژۍ څانګې د پنځم کال محصل او په کابل ښار کې د یوه خصوصي ښوونځي ښوونکی دی؛ مېرمنه یې جوهرماه احمدي هم د «فارابي» خصوصي انسټیټوت د قابلهګۍ څانګې د څلورم کال محصله ده.
د هغوی کورنۍ اوسمهال په دایکنډي ولایت کې ژوند کوي.
دې ناوې او زوم له واړه یوه ورځ وروسته پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د نکاح په مراسمو کې یې ۱۵ مېلمنو برخه لرله.
هغوی چې د واده جامې نه وې اغوستې، خپلو مېلمنو ته کیک، کلچې او د مېوې جوس چمتو کړي وو.
عناب بېګزاد وویل، د واده ټول لګښت یې له جامو سره ۱۵۰۰ افغانۍ شوې.
دغه جوړه چې له خپلې پرېکړې خوښ دي، وایي چې دغه چاره په ټولنه کې مثبتې اغېزې لري او دغه کلتور عاموي او په ودونو کې د ډېر لګښت مخه نیول کېږي.
هغه زیاته کړه: «د دغه ډول مراسمو د تر سره کولو موخه او انګېزه په ودونو کې د بې ځایه او ډېرو لګښتونو د له منځه وړلو فرهنګ جوړول دي.»
دې جوړې د کوژدنې، واده، نکریزو شپې، تخت جمعي، پایوازيو، جهېز، ډالیو، سره زر او نور لګښتونه یې ناسم وبلل او زیاته یې کړه: «موږ له ډېرو لګښتونو بېزاره یو، هغه اسراف چې په ودونو کې کېږي زموږ په دین کې هم ځای نه لري.»
هغه زیاته کړه: «له نورو ځوانانو غواړو او غوښتنه مو دا ده چې موږ کولای شو په کم لګښت هم نوی ژوند پیل او کورنۍ جوړه کړو او نېکمرغه شو؛ باید په ودونو کې د ډېر لګښت مخه ونیول شي، کولای شو خپلې پیسې د ژوند په اوږدو کې مصرف کړو.»
جوهرماه چې د خپل خاوند ترڅنګ ناسته وه او د مرکې پر مهال یې خندل او خوشحاله ښکارېده وویل: «زه ډېره خوشحاله یم، دا مې د ماشومتوب هیله وه چې په ریښتیا بدله شوه؛ ښه احساس لرم، له ماشومتوبه مې هیله درلوده چې په ژوند کې یو مثبت کار ترسره کړم او د خپلې ټولنې نجونو ته یوه بېلګه و اوسم.»
هغې وویل، باور لري چې له خوښۍ ډک ژوند به ولري؛ ځکه د خاوند پیسې یې په بې ګټو او ناسمو مسایلو مصرف نه شوې او په راتلونکي ژوند کې به چاته اړ نه شي.
هغې له نورو ځوانانو وغوښت او وویل: «ځوان نسل ته مې دا پیغام دی چې په واده کې د ډېر لګښت پر ځای دې راشي خپل راتلونکي ته دې سپما وکړي او په کم لګښت دې واده وکړي.»
نوموړې وویل، هېڅکله په شان او شوکت د واده محفلونه، ګاڼې، قیمتي جامې او نور دوه کسان [مېرمن او خاوند] نېکمرغه کولای نه شي.
Views: 72
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP