[restrict paid=”true”]
جلال اباد (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۱): د کورنيو چارو وزارت مرستيال وايي چې د تېر نظام يو شمېر منسوبين چې تازه په بهر کې له څلورکلنو نظامي زده کړو فارغ شوي، په مناسبو دندو ګومارل کېږي.
نوموړي دا څرګندونې د غبرګولي په ۲۵مه په جلال اباد ښار کې د ختيځ زون له ملکي او نظامي چارواکو سره په نظامي ليکو کې د ګومارنو، اصلاحاتو او اوامرو د اطاعت په موخه جوړې شوې غونډې ته کړې دي.
هغه که څه هم د کوم هېواد نوم نه دی په ګوته کړی خو اشاره يې هغو نظاميانو ته وه چې څو ورځې وړاندې په هند کې له څلور کلنو نظامي زده کړو فارغ شول.
د ننګرهار د رسنيو له دفتره پژواک اژانس ته په يوې را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کورنيو چارو وزارت مرستيال مولوي نور جلال نن دغه ولايت ته د يو پلاوي په مشرۍ سفر کړی دی.
خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي جلال په ولايت مقام کې د ختيځو ولايتونو له ملکي او نظامي چارواکو سره په نظامي ليکو کې د ګومارنو او اصلاحاتو راوستو او د اوامرو د اطاعت په موخه غونډه کړې ده.
نوموړي دې غونډې ته ويلي، د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم يې د کورنیو چارو وزارت نظامي برخې ته تشکیل جوړ کړی چې له مخې به يې ټول نظاميان په مناسبو او وړ ځايونو کې ځای پر ځای شي.
په خبرپاڼه کې د هغه له قوله راغلي: «د تېر نظام يو شمېر منسوبین چې له څلور کلنو زده کړو وروسته تازه فارغ شوي، زموږ او ستاسو بچي دي، په مناسبو ځايونو کې ځای پر ځای کېږي، باید مسوولين ورسره صادقانه همکاري کړي.»
دی زیاتوي چې د پولیسو یونيفورم هم تیار شوی، ډېر ژر به له یو لړ قانوني پروسو وروسته توزيع شي چې ورسره به په نظامي ليکو کې بشپړ نظم رامنځته شي.
هغه د نظامي مسوولينو او سرتېرو د اوږدو ويښتانو کمولو ته په اشارې وويل چې دا د امیرالمومنين امر دی او د نظاميانو تعين بست به د اوامرو په منلو ترسره کېږي.
په ياده غونډه کې د نوي تشکيل له مخې د ګومارنو پر لارښود او اوامرو هم خبرې او چارواکو ته د لازمو اجرااتو سپارښتنې شوې دي.
[/restrict]
Views: 823
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن