اسعد اباد (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۱): د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د لاسي بم چاودنې د یوې کورنۍ ۴ غړي ټپيان کړي دي.
پېښه تېره ورځ مازدیګر د دې ولسوالۍ په ساو خوړ سیمه کې شوې ده.
د ناړۍ ولسوال عبدالظاهر پژواک خبري اژانس ته وویل، چاودنه په یوه کور کې د لاسي بم له امله شوې چې له امله یې درې کسان ټپیان شوي چې مېرمن او دوه ماشومان په کې شامل دي.
خو د کونړ ولایتي روغتون رییس ډاکټر عطاالله ساپي پژواک اژانس ته وویل چې روغتون ته د پېښې له ځایه ۴ ټپيان ور وړل شوي چې دوه ماشومان او د هغوی مور او پلار په کې شامل دي.
دی وايي، ټپیان تر درملنې لاندې دي او روغتیايي وضعیت یې ښه دی.
Views: 90
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن