Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یوناما، هند او یو شمېر افغان سیاستوالو کابل کې پر درمسال برید وغانده

کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۱): یو شمېر افغان سیاستوالو، هند او یوناما د کابل په کارته ‌پروان کې پر درمسال نننی برید غندلی او هند د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې په دې اړه د جزییاتو په تمه دي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، نن سهار شاوخوا شپږنیمې بجې وسله‌وال کسان په کارته پروان سیمه کې د هندوانو درمسال ته ننوتل او له ننوتلو مخکې یې پر ساتونکو د لاسي بم برید وکړ.

د کابل امنیه قومانداني وایي، په دغه برید کې د درېیو بریدګرو په ګډون ۵ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي. سرچینه لیکي چې په وژل شویو کسانو کې یو امنیتي کس او یو اهل هنود شامل دي او په برید کې ټپي شوي اووه کسان اهل هنود دي.

یوناما او هند دغه برید غندلی دی

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندم باګچي «Arindam Bagchi» د یاد برید په اړه پر راپورونو اندېښنه څرګنده کړې او لیکلي یې دي: «موږ وضعیت له نږدې څارو او د پېښې په اړه د نورو جزییاتو په تمه یو.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) هم دغه برید غندلی او پر خپله ټویټرپاڼه یې لیکلي چې پر ملکي وګړو بریدونه باید ژر تر ژره و درول شي.

سرچینې لیکلي چې افغانستان کې د سیکانو او هزاره‌ګانو په ګډون د ټولو اقلیتونو د امنیت ساتنې غوښتنه کوي.

افغان سیاسي شخصیتونو هم دغه برید غندلی دی

د پخواني حکومت پر مهال په مشرانو جرګه کې د اهل هنودو استازې انارکلي هنریار په دې اړه په خپله ټوېټرپاڼه کې غبرګون ښودلی.

هغې لیکلي: «افغان هندوان او سکهان د دغه هېواد اصلي اوسېدونکي دي، زموږ یو شمېر هېوادوالو لیکلي چې د کابل او ډهلي ترمنځ د نویو اړیکو له امله هندوان او سکهان هدف ګرځېدلي، زه افغانه یم موږ افغانانو یو، حتی پرته له ویزې او یا هم د ویزې په ختمېدو سره موږ په هند کې نشو اوسیدلی، خو بیا هم د هند ټاپه راباندي لګیږي.»

هغې لیکلي: «واضح ده چې د هند او افغانستان د اړیکو په نېږدې کېدو موږ قرباني ورکړې او له تصور لېرې نه ده چې دغه برید د پاکستان او یا یې هم حامیانو له لوري تر سره شوی وي، داعش څوک دی؟ تروریستي ګروپونه څوک دي؟ ټول د پاکستان تربیه شوي.»

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي مطبوعاتي دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه برید په سختو ټکو غندلی دی.

کرزي ویلي: «د دا ډول بریدونو ترسره کوونکي د سولې، ثبات او د هېوادوالو دښمنان دي، له درد او رنځ څخه د خلاصون لار د ټولو افغانانو په اتفاق او یوالي کې ده.»

ده په هېواد کې د سولې او تلپاتې ثبات لپاره یو ځل بیا په ملي کچه د خبرو پر پیل ټینګار کړی دی.

د مخکني حکومت د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي: «‏د کابل په کارته پروان کې زموږ د سیکانو هېوادوالو پر عبادتځای ناځوانمردانه برید په کلکه غندم. په دې سختو حالاتو کې د دې پېښې د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وایم.»

د مشرانو جرګې مخکني رییس فضل‌الهادي مسلمیار هم پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي: «کارته پروان سیمه کې د اهل هنودو پر درمسال وحشیانه برید په سختو ټکو غندم، اهل هنود زموږ د هېواد لږه‌کي او د وطنۍ مینې سمبولونه دي، تل یې په ملي او افغاني مسایلو کې خپل غږ پورته کړی او افغانستان یې تر بل هر څه لومړی ګڼلی، دوی زموږ تن او وجود دي، په غم یې خواشیني کېږو او په خوشالۍ یې خوښي احساسوو.»

ده لیکلي، دا ډول بریدونه نه شي کولی د افغانانو ترمنځ واټن رامنځته کړي.

د ننګرهار مخکني والي ضیاءالحق امرخېل هم لیکلي: «کابل کې د اهل هنودو هېوادوالو پر عبادت ځای (درمسال) برید، وحشیانه او خواشینونکی دی، زموږ دغه مخلص او بې ضرره هېوادوال په تېرو جګړو کې چې هېڅکله د جګړو برخه نه وه، مالي او ځاني زيانونه وراوښتې دي.»

ده د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د اهل هنودو هېوادوالو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.

د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم یاد برید غندلی او د جزییاتو له ورکولو پرته یې لیکلي: «د دغو وینو خوړونکي او بې رحمو له وحشت څخه نه مسلمان، نه اهل هنود او نه هم زموږ سیک هېوادوال په امان کې دي.»

د افغانستان د نجات حرکت مشر ډاکټر محمدعمر زاخېلوال هم یاد برید غندلی او پر خپله فېسبوکپاڼه  یې لیکلي: «دا ډول بریدونه په څرګنده زموږ په هېواد کې د فتنو لپاره کېږي، هیله لرم چې د دا ډول بریدونو عاملین پیدا او سزا ورکړل شي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.