[restrict paid=”true”]
پلخمري (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۱): د بغلان په مرکز پلخمري کې، د یوې خیریه ټولنې له لوري د لسګونو نشهیانو د درملنې لړۍ پیل شوه.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند ادریس شېرزاد د غبرګولي په ۳۰ مه، رسنيو ته وويل چې له ژمنې سره سم نن د روږدو کسانو د درملنې لړۍ پيل شوه.
هغه وويل، د روږدو د درملنې کېمپ د «ژوند خيريه بنسټ» له لوري جوړ شوى چې په لومړي ځل د ٥٠ کسانو درملنه پکې کېږي.
دغهراز، د ژوند خيريه ټولنې مسوول حامد، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له مزارشريف وروسته يې نن په پلخمري کې د روږدو کسانو درملنه پيل کړه.
هغه وايي، دوى د دغو نشهیانو درملنې لپاره ډاکټران او نور امکانات برابر کړي، خلک او سوداګر هم بايد په دغه برخه کې له دوى سره همکاري وکړي.
په ورته وخت کې، د نشهیانو له ډلې زلمي پژواک ته وويل چې درې کاله وړاندې يې د پوډرو استعمال پيل کړى دى.
هغه وايي: «که سمه درملنه مې وشي کله به هم نور نشو ته نږدې نه شم.»
د يادونې ده، د مخکني حکومت مسوولينو پژواک ته ويلي و چې د ښځو په ګډون ٥٥زره کسان په بغلان کې پر نشهيي توکو اخته دي.
[/restrict]
Views: 26
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن