Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اروپایي ټولنه: د تېر کال له بدلون وروسته اروپا ته د افغان کډوالو تګ ډېر شوی

اټلانټا (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۱): د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ایجنسۍ مشره نینا ګرېګوري وايي، په افغانستان کې د نوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته اروپا ته د افغان پناه غوښتونکو شمېر هم ډېر شوی دی.

نوموړې د چنګاښ په ۷مه، د کډوالو په اړه پخپل راپور کې ویلي چې د پناه غوښتونکو د شمېر زیاتوالی درې لاملونه لري: «د بلاروس د رژیم له لوري له کډوالو څخه د وسیلې په توګه کار اخیستل، د افغانستان د حکومت سقوط او له شک پرته د اوکراین جګړه.»

روسیې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې پر اوکراین یرغل وکړ چې د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر اساس، له امله یې څه باندې شپږ میلیونه وګړي په کور دننه او بهر کډوال شول. بلاروس بیا په خپل سرحد کې ګڼ کډوال ساتلي وو او یو شمېر یې پر سختو لارو اروپا ته ځانونه ورسول.

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، د تخلیې په ماموریت کې څه باندې ۱۰۰زره افغانان له افغانستانه وایستل شول او لسګونه زره نور پر قاچاقي‌ لارو  ووتل. ډېری پناه غوښتونکي وايي چې په وطن کې د کار زمینه نشته او ژوند یې په خطر کې دی.

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ایجنسۍ، د ۲۰۲۱ په کلني راپور کې راغلي دي چې اروپا ته د پناه غوښتونکو او کډوالو په ډله کې تر ټولو ډېر د افغانستان او سوریې وګړي دي چې شمېر یې ۶۴۸۰۰۰ ته رسېږي. دا شمېره نږدې د ۲۰۱۸ د شمېرې په اندازه ده.

مېرمن ګرېګوري د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې د کډوالو سیستم اروپايی ټولنې ته اجازه ورکوي چې د پناه غوښتونکو له حده زیات شمېر مخه ونیسي.

د نوموړې په وینا، له دې هر څه سره سره په مارچ میاشت کې د اوکرایني پناه غوښتونکو شمېر ډېر و او اوکراین پسې د سوریې او افغانستان پناه غوښتونکي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.