ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار ښار کې ملي‌بسونو بېرته فعالیت پيل کړ

کندهار ښار کې ملي‌بسونو بېرته فعالیت پيل کړ

author avatar
2 Jul 2022 - 15:30
کندهار ښار کې ملي‌بسونو بېرته فعالیت پيل کړ
author avatar
2 Jul 2022 - 15:30

کندهار (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۱): د کندهار ملي بس تصدۍ په یوه تازه ګام کې پنځه له کاره لوېدلي ملي‌بسونه ترمیم کړي او نن (د چنګاښ ۱۱مه) یې بېرته په ښار کې په فعالیت پیل وکړ.

د دې ادارې مسوول عبدالبصیر صمیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، له فعال شوو پنځو ملي بسونو درې يې به په کندهار ښار او دوه نور به د کندهار ښار او سپین بولدک ولسوالۍ ترمنځ تګ راتګ کوي.

دی وايي، په پلان کې ده پنځه نور ملي‌بسونه هم ترمیم او په کندهار ښار کې یې د خلکو د تګ راتګ لپاره وګوماري.

هغه زیاته کړه: «موږ ټول ۵۵ عرادې ملي بسونه لرو چې ډېر یې د ترمیم وړ نه دي، اوس مهال مو پنځه عرادې ترمیم کړي، غواړو پنځه عرادې نور هم ترمیم کړو.»

د ده په خبره، د ملي بسونو د فعالیت په برخه کې د تېلو او کارکوونکو د معاش له ستونزو سره مخ دي خو که د اوسنیو پنځو ملي بسونو فعالیت ښه پایله ورکړه نو داستونزه به حل شي.

هغه وویل، د تېلو او کارکوونکو د معاش پیسې باید د ملي بسونو د عوایدو له لارې پوره کړي خو په پيل کې دا کار ځکه ستونزمن دی چې فعالیت یې نوی دی.

پر همدې مهال د کندهار ولایت مقام د دفتر رییس مولوي محب الله ګرمسېري وویل چې په پيل کې به دغو ملي بسونو ته ولایت مقام تېل ورکړي خو وروسته به وګوري چې هغوی پر خپل عاید لګښت پوره کولای شي او که نه؟

دی وايي، په دغو ملي بسونو کې به په ښار کې له سپرلیو ۱۰ افغانۍ او له کندهار ښاره تر سپین بولدک ولسوالۍ ۱۲۰ افغانۍ کرایه اخیستل کېږي چې تر ټولو ټیټه کرایه ده.

د ملي بس تصدۍ یو کارکوونکی خلیل احمد وایي، له تېرو شاوخوا شلو کلونو راهیسې په دې اداره کې کار کوي خو له تېرو ۱۳ میاشتو راهیسې یې معاش نه دی اخیستی.

نوموړي پژواک اژانس ته وویل، دغه تصدۍ د تېر جمهوري نظام په وروستیو کې له کاره لوېدلې وه او ملي بسونه یې ټول درېدلي وو نو ځکه خو ده او نورو کارمندانو ته معاش نه دی ورکړل شوی.

ده زیاته کړه: «زما تر شل کاله ډېر وخت کېږي چې دلته کار کوم، خو معاش بیا له تېرو ۱۳ میاشتو راهیسې نه دی راکول شوی، اوس تمه لرم چې د ملي بسونو په فعالیت سره به زموږ معاشات هم راکول شي.»

د کندهار ښاریان د ملي بسونو بیا فعالېدو ته خوښ دي او وایي، د ملی بسونو کرایه لږ ده او بل سپرلي کولای شي په اسانه له یوه ځایه بل ته ځان ولاړ شي.

د کندهار ښار یوه اوسېدونکي عبدالجبار پژواک اژانس ته وویل: «دا ډېر ښه کار وشو چې د ملي بسونو فعالیت بیا پيل شو، باید نور هم زیات شي؛ ځکه کرایه یې کمه ده او سړی کولای شي په ازاده توګه په کې تګ راتګ وکړي.»

مسوولین له خلکو غوښتنه کوي چې ملي بسونه خپل موټر وبولي او ساتنې ته یې پام وکړي څو بیا له کاره ونه لوېږي.

په تېرو شلو کلونو کې کندهار ته د هند، پاکستان او ایران له خوا ګڼ شمېر ملي بسونه ورکړل شوي وو خو په لنډه موده کې له کاره ولوېدل؛ ځکه په کور دننه یې پرزې هم نه پيدا کېدې.

د یادونې ده، پخوا هم څو ځلې په کندهار ښار کې ملي بسونو فعالیت درلود خو د عواید د کمښت او لګښت نه پوره کولو له امله بېرته ودرېدل.

Views: 104

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.