ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د میدان وردګو سیداباد ولسوالۍ خلک روغتیايي خدماتو ته له نه لاسرسي شکایت کوي

د میدان وردګو سیداباد ولسوالۍ خلک روغتیايي خدماتو ته له نه لاسرسي شکایت کوي

author avatar
3 Jul 2022 - 15:24
د میدان وردګو سیداباد ولسوالۍ خلک روغتیايي خدماتو ته له نه لاسرسي شکایت کوي
author avatar
3 Jul 2022 - 15:24

میدان‌ښار (پژواک، ١٢ چنګاښ ۱۴۰۱): د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د لرو پرتو سيمو اوسېدونکي شکايت کوي چې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى نه لري او ډېرى وخت نه شي کولاى خپل ناروغان پر وخت روغتون ته ورسوي.

د یادې ولسوالۍ د باغک سیمې یوه اوسېدونکي ګل حبیب پژواک ته وویل، دوی د روغتیا په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

هغه وايي: «زموږ سیمې ته نږدې کوم روغتیایي مرکز نشته، کله چې موږ سخت ناروغان تر روغتون پورې رسوو نو په لار کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.»

دغه راز د همدې ولسوالۍ د ګوربت سيمې اوسېدونکي ګل سيد پژواک ته وويل چې د روغتيا ترڅنګ په نورو برخو کې هم خلک له سختو مشکلاتو سره مخ دي.

هغه وايي: «کلینیکونه نشته، ډېر مریضان مو په لارو کې مړه شوي، د ډېرو ښځو ماشومان په لار کې پيدا شوي، سخت په تکليف کې يو.))

يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې دوى ته روغتيايي خدمتونه برابر کړي.

همدارنګه په سيداباد ولسوالۍ کې د يوه شخصي درملتون ډاکټر سيد اقبال سادات پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ په روغتيايي مرکزونو د روغتيايي کارکوونکو د کموالي ستونزه هم شته دى.

ده هم وويل چې ډېرى وخت د روغتيايي خدمتونو د نشتوالي له امله خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د يادو څرګندونو په اړه د ميدان وردګو ولايت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي صفي‌الله راید پژواک ته وویل، سيد اباد لويه ولسوالي ده نو امکان لري چې د روغتيا په برخه کې يې ځيني ستونزې موجودې وي.

هغه وايي: «موږ چې تل د عامې روغتيا له رياست خبرې کړې، ډاډ یې راکړى خو بيا هم امکان لري ځيني مشکلات وي.))

د يادونې ده، د سيداباد ولسوالۍ ترڅنګ په ډېرو نورو سيمو کې هم خلک روغتيايي برخه کې له ستونزو سره مخ دي او له حکومته يې د حل غوښتنه کوي.

Views: 56

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.