ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له افغانستانه سعودي ته د افغان حج کوونکو د لېږد بهیر بشپړ شو

له افغانستانه سعودي ته د افغان حج کوونکو د لېږد بهیر بشپړ شو

author avatar
4 Jul 2022 - 10:10
له افغانستانه سعودي ته د افغان حج کوونکو د لېږد بهیر بشپړ شو
author avatar
4 Jul 2022 - 10:10

کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۱): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته د تلونکو افغانانو د لېږد بهیر بشپړ شو او ټول ۱۳۵۸۲ افغان حج کوونکي مکې مکرمې ښار ته رسېدلي دي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال له افغانستانه ۱۳۵۸۲ کسان د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي ته تللي او پر هر یوه ۴۱۳۰ امریکایي ډالر لګښت راځي.

د حج او اوقافو وزارت ویاند فضل‌محمد حسیني نن پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر ماښام حج ته د تلونکو افغانانو وروستۍ الوتکه سعودي عربستان ته ورسېده چې ورسره د افغان حاجیانو د لېږد بهیر بشپړ شو.

د يادونې ده، په نړۍ کې د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته سعودي عربستان د افغانستان په ګډون د ډېرو هېوادونو وګړو ته د حج فريضې د ادا کولو اجازه نه ورکوله؛ خو له درېيو کلونو وروسته سږ کال د لومړي ځل لپاره اجازه ورکړل شوې ده.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.